پاکستان منلې چې نوم یې د مالي مسایلو څار نړیوالې ادارې 'ګرې' لیسټ کې شاملېږي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت منلې، چې د دغه هېواد نوم د هغو هېوادونو (ګرې یا خړ) نوملړ کې شاملېږي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو لړ کې څارل کېږي. دغه نوملړ فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) نومې ادارې چمتو کړی چې نړیوال مالي مسایل څاري.
د چارشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وویل، جون میاشت کې به د پاکستان نوم دغه لیسټ کې شامل شي، چې ګرې لیسټ نوم ورکړل شوی، خو نوموړی وايي، له خر لیسټ نه تور لیسټ ته د پاکستان نوم لېږدولو رپوټونه رښتیا نه دي.
تېره اونۍ د (ایف ای ټي ایف) له درې ورځنۍ غونډه وروسته خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان نوم هغو هېوادونو سره یو ځای نه و یاد شوی، چې د تورو پیسو سپینولو او ترهګرو ډلو ته د مالي وسایلو مخنیوي خلاف د نورو اقداماتو ورته ویل شوي وو.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ایف اې ټي ایف داخلي مسایل حساس دي او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، خو نوموړی وايي د دغې موضوع اړوند چارې به د پاکستان اقتصاد وزارت پر مخ بیايي.
ډاکټر محمد فیصل وايي هغوی د تورو پیسو سپینولو او ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي تګلاره کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي.
د ویاند په خبره پاکستان حکومت تېرو څو کلونو کې دغو مسایلو ته پام ډېر کړی دی، چې دغو اقداماتو کې نوي قوانین جوړ شوي، د پېسو معاملاتو څارنې اداره رامنځته شوې او پر جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن نومي تنظیمونو بندیزونه پکې شامل دي.
نوموړی وايي، د نورو نیمګړتیاوو لرې کولو لپاره به هم ګامونه پورته شي.
فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یوه بین الحکومتي اداره ده، چې ۱۹۸۹ کال رامنځته شوې ده.
امریکا او اروپايي متحدینو یې تېره اونۍ د ایف اې ټي ایف غونډه کې د پاکستان نوم د هغو هېوادونو نوملړ کې د شاملولو وړاندیز مطرح کړی و، چې د ترهګرو ډلو مالي مسایل په کلکه نه څاري او یا یې د مالي ملاتړ مخه نه شي نیولای.
فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یوه بین الحکومتي اداره ده، چې ۱۹۸۹ کال رامنځته شوې ده. د دغې ادارې هدف دا دی، چې نړیوال اقتصادي نظام له ترهګرۍ، د تورو پېسو سپینولو او دغه راز له نورو خطرونو وژغورل شي او د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره قانوني، اجراییوي او عملي ګامونه پورته شي.