کرېکټ: سکاټلنډ له افغانستانه په اوو وېکټو وګټله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نننۍ لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او افغانستان ته يې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غواروي سيالیو لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ افغانستان ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه سکاټلنډ وګټله او افغانستان ته يې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان لوبډلې په ۴۹ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان د پيل درې لوبغاړي يو پر بل پسې ژر له لاسه ورکړل خو محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او شهزاد محمدي وتوانېدل لوبه يو څه کابو کړي.

په افغان لوبغاړو کې محمد نبي۹۲، نجيب الله ځدراڼ ۶۷، شهزاد محمدي ۳۰، ناصر جمال او دولت ځدراڼ هر يوه ۱۵ منډې وکړې.

د سکاټلنډ لوبډلې لپاره برډ وهيل ۳، ريچي برېنګټن ۳، سفيان شريف ۲ او مارک واټ يوه وېکټه واخيسته.

د تمې خلاف افغان توپ اچوونکي ښه ونه ځلېدل او يوازې د سکاټلنډ درې لوبغاړي يې وسوځول. په دوې کې مجيب ځدراڼ دوې او راشد خان يوه وېکټه واخيسته.

Image caption نړيوال جام ته د غواري سیاليو کې د افغانستان راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ له زېمبابوې سره ده.

د سکاټلنډ توپ وهونکو په زړه پورې لوبه وکړه د دوی لپاره کلم مکلوډ ناسوځېدلې سليزه بشپړه کړه، نوموړي په ۱۴۵ توپونو ۱۵۶ منډې جوړې کړې. پر ده سربېره ريچي برېنګټن ۶۷ او متيو کراس ۱۸ منډې وکړې.

نړيوال جام ته د غواري سیاليو کې د افغانستان راتلونکې لوبه د سې شنبې په ورځ له زېمبابوې سره ده.

د غوراوي پړاو په سياليو کې د ۱۰ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي ګډون کوي او په پايله کې به يې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کړېکټ نړيوال جام ته لار ومومي.

اړونده مطالب

ورته مطالب