افغانستان: د ماینونو له قربانیانو سره د اروپا فوټبال ټولنې مرسته

اروپا فوټبال ټولنې مخکې هم افغانستان کې له سره صلیب سره مرستې کړې د انځور حقوق UEFA VIA GETTY
Image caption اروپا فوټبال ټولنې مخکې هم افغانستان کې له سره صلیب سره مرستې کړې

د اروپا فوټبال ټولنې د خپلو مرستو ۱۱ مې کلیزې په مناسبت افغانستان کې د ماینونو قربانیانو سره د مرستې لپاره افغانستان کې سره صلیب سره د سل زره یورو مرسته کړې.

د مانچسټر سیټي لوبډلې بلجیمي لوبغاړي کوین دو بروین د اروپايي فوټبال ټولنې په استازیتوب د چهارشنبې پر ورځ سره صلیب ته د سل زره یورو مالي مرستې چېک وړاندې کړ.

د سره صلیب کمېټه یا ( ICRC) له درې لسیزو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي او د ماینونو قربانیانو سره مرستو لپاره شپږ مرکزونه لري. د دغې ټولنې د مرستې ډېره برخه به د ماینونو قربانیانو په درملنه لګېږي.

د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي جوزجان کې وژل شوي

سره صلیب بې قید او شرطه د خپلو کارکونکو خلاصون غوښتنه کړې

د اروپايي فوټبال ټولنې مشر الیکزاندر چفرین وايي، افغانستان کې له خپلو متنوع فعالیتونو سره سره صلیب ثابته کړې، چې د فوټبال له لارې د خلکو ژوند کې بدلون راوستی کېدای شي. نوموړی زیاتوي:

''د اروپايي فوټبال ټولنې لپاره دا مهمه ده، چې د ټولنې بېلا بېلو برخو کې د لوبې ملاتړ سره په تشدد ځپلیو ټولنو کې د بیارغېدنې لپاره د ورزش اهمیت په ډاګه کړي. ''

اروپايي فوټبال ټولنې نژدې دوو لسیزو کې له نړیوال سره صلیب سره نژدې ۳ اعشاریه پینځه میلیونه یورو مرسته کړې.

اړونده مطالب