کرېکټ: افغان لوبډلې نيپال ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غواروي سياليو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بريا ده

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو کې افغان لوبډلې نيپال ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه نيپال وګټله او افغانستان ته يې لومړی د توپ اچوونې بلنه ورکړه. نيپال د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله وتوانېده چې ټاکلی هدف په ۳۹ اوور کې يوازې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړي.

د افغانستان لپاره محمد نبي څلور، راشد درې، شاپور ځدراڼ دوې او مجيب ځدراڼ يوه وېکټه ترلاسه کړه.

محمد نبي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نيپال لوبډلمشر پارس کډکا تر ټولو ښه توپ وهنه وکړه نوموړي په ۸۲ توپونو ۷۵ منډې وکړې. پر ده سربېره دېپندرا سېنګ ۳۲، عارف شيخ او کيناندر مالا هر يوه ۲۳ منډې ترسره کړي.

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غوراوي سياليو تېرو دريو لوبو پرتله افغان توپ هونکو نن ښه لوبه وکړه، نجيب الله ځدراڼ پنځوسيزه بشپړه کړه، پد ده تر څنګ رحمت شاه ۴۶، محمد نبي ۳۴ او جاويد احمدي ۲۶ منډې وکړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption د نننۍ لوبې پچه نيپال وګټله او افغانستان ته يې لومړی د توپ اچوونې بلنه ورکړه

که نيپال راتلونکې لوبه له هانګ کانګ څخه وګټي افغان لوبډله به وکولی شي چې د رن رېټ پر بنسټ دوهم پړاو ته لاره ومومي.

افغانستان د ٢٠١٩ کال د غوراوي پړاو لومړۍ درې لوبې سکاټلنډ، زمبابوې او هانگ کانگ ته بايللې وې او په دې سياليو کې يې دا لومړنۍ بريا ده.

د غوراوي پړاو په سياليو کې د ۱۰ هېوادونو لوبډلې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوي ګډون کوي او په پايله کې به يې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کړېکټ نړيوال جام ته لار ومومي.

اړونده مطالب

ورته مطالب