افغانستان وېسټ انډيز ته په دريو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغان توپ وهونکو کې رحمت شاه ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۱۰۹ توپونو ۶۸ منډې وکړې

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام غواروي سیاليو دويم پړاو کې افغان لوبډلې وېسټ انډيز ته په درې وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه وېسټ انډيز وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. وېسټ انډيز په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله وتوانېده ټاکلی هدف په ۴۸ اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د افغان لوبډلې لپاره مجيب ځدراڼ درې، محمد نبي دوې راشد خان او شرف الدين شرف يوه يوه وېکټه واخيسته.

مجيب ځدراڼ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د وېسټ انډيز لپاره شای هوپ ۴۳، مارلن سميولز ۳۶، جېسن هولډر ۲۸ او ايون لېوس ۲۷ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ وهونکو کې رحمت شاه ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۱۰۹ توپونو ۶۸ منډې وکړې. د ده ترڅنګ محمد نبي ۳۱ او سميع الله شينواري ۲۷ منډې وکړې.

له دې بريا سره افغانستان د شپږو غوره ټيمونو په جدول کې دوه پواينټونه واخيستل. نړيوالو جام ته د تلو لپاره افغانستان بايد ايرلنډ او عربي اماراتو ته هم ماته ورکړي.

افغانستان د غوراوي د پړاو خپلې لومړۍ درې واړه لوبې بایللې وې. خو په څلورمه او وروستۍ لوبه کې یې یې نېپال ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان راتلونکې لوبه له متحده عربي امارتو سره د مارچ پر ۲۰مه نېټه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب