"روسان افغانستان ته بيا را ستنېږي"

د انځور حقوق نیویارک ټایمز
Image caption د پخواني شوروي سرتېری چې دا مهال افغانستان کې اوسي.

نيويارک ټايمز د شوروي اتحاد له مهاله افغانستان کې پاتې يوه اوکراييني سرتېري سره د خبرو پر بنسټ يو مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى "هغه کس چې ٣٥ کاله وړاندې يې شوروي پرېښود او افغانستان کې مېشت شو وايي، ويني چې روسان بيا په راستنېدو دي".

ورځپاڼه په کابل کې د روسيې کلتوري مرکز په وينا ليکي "له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته ٢٢٦ سرتيري په افغانستان کې پاتې شول چې ځينې يې بنديان او ځينې يې بيا له غليم سره يوځاى شوي وو."

دغه کس چې اوس يې پر ځان نيک محمد نوم ايښى د همدغو سرتيرو له ډلې و.

د ورځپاڼې په وينا افغانستان کې د روسيې د بيا ښکېلتيا يوه نښه دا ده چې دغه هېواد کې یې د ناسمو مالوماتو خپرولو ته مخه کړې ده، ټيک هماغسې چې په اوکرايين کې يې د خپل نفوذ يا اغېز زياتولو لپاره کول.

ورځپاڼې په سپوتنېک خبري اژانس کې په دري ژبه خپور شوي يوه خبر ته اشاره کړې چې وايي "ايټالوي ځواکونه له طالبانو سره له نښتې وروسته وتښتېدل."

ورځپاڼه وايي امريکايي او افغان چارواکو هم ويلي چې روسيه پټ طالبانو ته وسلې ورکوي.

د دوى په وينا روسان وسلې د افغانستان شمال ته لېږي او کندوز يې د پام مرکزي ټکى دى.

نيويارک ټايمز بي بي سي سره د جنرال نيکولسن وروستۍ مرکې ته په اشاره وايي، ښاغلي نيکولسن وويل چې افغان مشرانو ورته ځينې وسلې راوړې او ويلي دي چې دا وسلې د روسيې له لوري طالبانو ته ورکړل شوې دي.

د ورځپاڼې په وينا د کندوز لپاره د طالبانو پخواني مرستيال والي "ملا عبدالسلام هم ويلي و چې د روغتيايي خدماتو په گډون روسيه د دوى لاسنيوى کوي.

خو روسيې تل ويلي چې له طالبانو سره د تماس ټينگولو موخه یې د داعش پر وړاندې د مقاومت هڅول دي.

واشنگټن پوسټ:

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي،امريکا په ٢٠١٦ م کال کې د طالبانو فقيد مشر له وژل کېدو لږ وړاندې په دوبۍ کې نژدې نيولي و، خو موقع يې له لاسه ووته.

د ورځپاڼې په وينا ملا اختر محمد منصور دوبۍ ته تللى و چې د طالبانو لپاره بسپنه را ټوله کړي او ځينې اړين شيان وپېري، خو سپينه ماڼۍ ورباندې خبره شوه.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي اوباما او دهغه ملي امنيت سلاکارې سوسن رايس واشنگټن کې د اماراتو سفير ته زنگ وواهه او هغه د ملا منصور د نيولو لپاره د ځواک برابرولو ژمنه وکړه.

خو څو شېبې وروسته دوى خبر شول چې ښاغلى منصور په يوه الوتکه کې ايران ته خوځېدلى. د ورځپاڼې په وينا امريکا غوښتل چې الوتکه بېرته دوبۍ ته ور وگرځول شي خو اماراتي چارواکو وويل "اوس ډېر ناوخته ده."

واشنگټن پوسټ وايي د ځينو ناسمو محاسبو او يا هم ښايي خيانت له امله د طالبانو مشر له دوبۍ ووت. خو ملا منصور کله چې له ايرانه د پاکستان خاورې ته واوښت د بې پيلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز تاييد کړې چې د هند د کرېکټ لوبډلمشر ويرات کولي به د افغانستان او هند تسټ لړۍ کې نه لوبېږي.

ښاغلي کولي ورځپاڼې ته ويلي افغانستان سره د تسټ لوبو پر مهال به يوه انگليسي کلب ته لوبېږي او له دغې کړنې يې موخه د انگلستان پر وړاندې کېدونکو ٥ ازمېښت لړيو ته ځان چمتو کول دي چې د هند کرېکټ بورډ ورته اجازه ورکړې.