مجیب ځدراڼ، جادوګر توپ اچوونکی

د انځور حقوق Getty Images

مجیب ځدراڼ نن ۱۷ کلن شو. دی د کرېکټ د ملي لوبډلو یوازینی لوبغاړی دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې زېږېدلی.

مجیب وایي دوولس کلن و چې کرېکټ یې پیل کړ. لومړی یې په ټېپ توپ کرېکټ پیل کړ او ډېر وخت به یې په دې تېراوه چې څنګه توپ سوینګ یا را تاو کړي. دی وایي په یوټیوب به یې د سونیل ناراین، اجینتا منډیس او اشوین ویډیوګانې لیدلې چې توپ څنګه نیسي او څنګه یې اچوي.

هماغه اشوین چې د روان کال د هند اي پي ایل (IPL) لوبو کې د مجیب د ټیم کینګز الیون پنجاب لوبډلمشر دی، د مجیب په هکله یې په دې وروستیو کې وویل: (‎(زه له مجیب ډېر اغېزمن شوی یم، په هکله مې یې ښه شیان اورېدلي او هیله من یم چې له ده به د توپ اچولو لارې چارې زده کړم.))

مجیب چې کله په خوست کې له کرېکټ سره د لومړي ځل لپاره بلدېدو، نو دا به یې په خوب کې هم نه ورتېرېده چې د چا له ویډیو لیدلو چې دی توپ اچول زده کوي، هماغه کس به یوه ورځ د ده د توپ اچولو ستاینه کوي او غواړي له ده یې نور ډولونه زده کړي.

مجیب وایي د شاوخوا ۱۲ کلونو و چې لېګ برېک، اف سوېنګ او چټک توپ اچول یې زده کړي وو، یوه ورځ یې بېټنګ کاوه چې یوه خپلوان یې توپ ور واچاوه، ښکارېدو چې لېګ سپېن دی، خو غیر معمول توپ چپ لاس ته تاو شو او دی یې وسوځاوه. دی وایي له خپلوانه مې وپوښتل چې دا دې څنګه وکړ؟

هماغه و چې مجیب ځدراڼ ګوګلي توپ اچول هم زده کړل او له دې وروسته یې په ساعتونو او ورځو تمرین وکړ له دې بې خبره چې یوه ورځ به د نړۍ تکړه ګوګلي اچوونکی بالر شي.

مجیب ځدراڼ په ۱۳ کلنۍ کې په خوست کې له ۱۶کلنو کم عمره لوبډلې لپاره ازمویښتې لوبو ته راغی، خو لوبډلې ته یې لار ونه مونده. خو د ده په وینا یې زړه مات نشو، کله چې کور ته لاړ نو مور یې ورته وویل چې سبق ووایي او په کرېکټ وخت تېر نکړي، خو ده له دې وروسته لا زیاته خواري وکړه او بالاخره د افغانستان په یوه بریالي ورو توپ اچونکي بدل شو.

ځوان کرېکټر

مجیب د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې غړی و او د آسیا اتلولۍ ګټلو کې یې لویه ونډه درلوده. ده په پنځو لوبو کې ۲۰ ویکټې واخیستې.

نوموړي اووه میاشتې مخکې لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه وکړه. او په هماغه لومړۍ لوبه کې یې د ایرلنډ پر خلاف ۴ ویکټې واخیستې.

دی وروسته د ۱۹کلنو لوبډلې سره نیوزیلنډ ته هم لاړ، خو تر ټولو مهمه ونډه یې له زېمبابوې سره په اماراتو کې په لوبو کې وه.

مجیب د انځور حقوق ACB
Image caption مجیب د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې غړی و او د آسیا اتلولۍ ګټلو کې یې لویه ونډه درلوده. ده په پنځو لوبو کې ۲۰ ویکټې واخیستې.

ده په دې لوبو کې ټولې ۱۲ ویکټې واخیستې او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې یې پنځه کسان وسوځول، ده د پاکستان د چټک بالر وقار یونس دغه ریکارډ په خپل نامه کړ.

د مجیب همدا بریا وه چې په هند کې کېدونکي ۲۰۱۸ اي پي ایل بولۍ کې کېنګز الیون پنجاب په ۶ لکه او ۳۰ زره ډالرو وپېره.

د ۲۰۱۸ کال ای پي ایل دوهم هغه دی چې افغان لوبغاړي پکې لوبېږي. تېر کال راشد خان او محمد نبي د سنرایز حیدرآباد سره ولوبېدل. سږ کال دوی دواړه بیا له سنرایز حیدرآباد سره لوبېږي، مجیب به له کېنګز الیون پنجاب او بل ورو بالر ظاهر خان بیا د راجستان رویلز له لوري وپېرل شو.

لا زیاتې بریاوې

په دې وروستیو کې د نړیوالو اتلولیو د غوراوي لوبو کې مجیب خورا مهمه برخه ترسره کړه او د لوبډلې لپاره یې بریاوې راوړې. ده په دې لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۷ ویکټې واخیستې، هغه هم په اور کې د ۳،۵۸ منډو په ورکولو سره چې تر ټولو ټیټې دي.

د انځور حقوق ACB
Image caption مجیب ځدراڼ راتلونکې ورځ ۱۷ کلن کېږي.

په دې لوبو کې د مجیب په زړه پورې مقابله له کریس ګېل سره وه، ده دوه ځله په دوهمه برخه او په پایلوبه کې کریس ګېل ژر وسوځاوه، همدا یو لامل و چې د ویسټ اینډیز لوبډلې د افغان لوبډلې پر وړاندې ډېرې منډې جوړې نکړي او دواړه لوبې افغان لوبډلې وګټلې.

اوس مجیب د ۲۰۱۸ ای پي ایل لوبو ته سترګې په لار دی، دا لوبې د اپریل په ۷مه پیلېږي. د مجیب ځدراڼ لوبډله د اپریل په اتمه له کولکته نایټ رایډرز سره لوبه لري.