مجیب ځدراڼ د ای پي ایل تر ټولو ځوان لوبغاړی شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ بل ریکارډ هم په خپله نامه کړ او د ای پي ایل د تاریخ تر ټولو ځوان لوبغاړی شو.

مجیب ځدراڼ په خپله لومړۍ لوبه کې دوه ویکتې واخیستې او یو کس یې رن اوټ کړ. د ده لوبډلې لوبه وګټله.

افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ بل ریکارډ هم په خپله نامه کړ او د ای پي ایل د تاریخ تر ټولو ځوان لوبغاړی شو.

دی چې د ۱۷ کلونو او ۱۱ ورځو دی په خپله لومړۍ لوبه کې د ډهلي ډیرډېول پر وړاندې له کېنګز اېلېون پنجاب سره لوبېږي.

ده په خپله لومړی لوبه کې درېیم اور ته توپ اچولو ته راوستل شو، او د لوبې په درېیم توپ یې مهمه وېکټه واخیسته.

دا د سږکال ۲۰۱۸ ای پي ایل لوبو دوهمه لوبه ده. لومړۍ لوبه د چینای سوپر کېنګز او د مومبی انډینز تر منځ وه چې چینای وګتله.

په ننۍ لوبه کې کېنکز الیون پنجاب د ډهلي لخوا ورته ټاکل شوی ۱۶۶ منډو هدف په نولسم اور کې پوره کړ.

له راشد خان وروسته چې تېر کال یې په ای پي ایل کې په خپل لومړي اور کې وېکټه واخیسته، دی دوهم افغان دی چې خپل لومړي اور کې وېکټ اخلي.

مجیب د مونرو او پنټ ویکتې واخیستې او وروسته یې د ډهلي لوبډلمشر ګواتم ګمبیر رن اوټ کړ.

دا دوهم ای پیل ايل لوبې دي چې افغان لوبغاړي په کې لوبېږي.

تېر کال راشد خان او محمد نبي له سن رایزر حیدرآباد سره ولوبېدل.

سږ کال د ای پي ایل په بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي وپېرل شول، چې راشد او محمد نبي بیا سر رایزر حیدرآباد وپلورل، مجیب ځدراڼ د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې او ظاهر خان بیا د راجستان رویلز لوبډلې وپېره.

د راشد او محمد نبي لوبډله سبا لوبه لري. راشد خان به په لوبه کې وي، خو له ښکاره نه ده چې محمد نبي به ولوبېږي که نه.