هند له افغانستان سره ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption اجېنکیا راهانې به په دې لوبه کې د هند لوبډلمشر وي

د هند کرېکټ بورډ په راتلونکې جون میاشت کې د افغانستان پر ضد ټېسټ لوبې لپاره خبله لوبډله اعلان کړې.

دا لوبه، چې د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې به د دې هېواد لومړۍ ټېسټ لوبه وي، د جون میاشتې له ۱۴مې تر ۱۸مې نېټې په بېنګالورو ښار کې ترسره کېږي.

اجېنکیا راهانې د دې لوبې لپاره د هند د لوبډلې مشر یا کپتان نومول شوی دی.

د هند د دایمي کپتان وېرات کوهلي، جسپریت بومرا، روهېت شرما او بونېشور کومار به په دې لوبډله کې ګډون نه کوي.

د دوی د نه شتون لامل ښایي هغه تړون وي چې د هند د کرېکټ بورډ او یو شمېر ستورو لوبغاړو ترمنځ لاسلیک شوی.

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند دایمي لوبډلمشر وېرات کوهلي په دې لوبه کې ګډون نه کوي

د دې تړون له مخې به ستوري لوبغاړي اړ نه وي چې په ټولو لوبو کې د ملي لوبډلې لپاره لوبه وکړي، او وخت به ورکول کېږي چې ارام وکړي.

خو په لوبډله کې شامل ډېری لوبغاړي هغه دي چې عموماً په ټېسټ لوبو کې د هند لپاره لوبه کوي.

په دوی کې د شېکر دهوَن، روېندر جدېدا او کولدیپ یادَو نومونه د یادولو وړ دي.

په تېزو توپ اچوونکو کې اومش یادَو او محمد شامي په لوبډله کې شامل دي.

دا به لومړی ځل وي چې د هند پر خاوره د جون په میاشت کې ټېسټ لوبه ترسره کېږي.

خو ویل کېږي چې د بېنګالورو ښار د هند د نورو ښارونو پرتله یخ دی، او لوبغاړي ښایي ډېره ستونزه ونلري.

افغانستان تېر کال په جون میاشت کې له ائرلنډ سره یو ځای د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او د ټېسټ لوبو اجازه یې ومونده.

د هند لوبډله:

اجېنکيا راهانې (لوبډلمشر)، شېکر دهاون، اجېنکيا راهانې، مورلي وېجې، لوکېش راهول، جېتېشوار پوجارا، کارون نيار، وېرېدهېمن ساها (وېکټ ساتونکی)، رويچندرن اشوېن، روېندرا جدېجا، کولديپ يادو، اومېش يادو، محمد شامي، هاردېک پانډيا، ايشانت شرما، شاردول ټاکور

اړونده مطالب

ورته مطالب