کرېکټ: د احمد شاه ابدالي سياليو پايلوبه بند امير لوبډلې وګټله

Image caption د دغه سیالیو مخکني پړاوونه په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ترسره شوي وو او پایلوبه په کندهار کي وشوه.

د ۲۰۱۸ کال د احمدشاه ابدالي "فرسټ کلاس" سیالیو پایلوبه بندامیر لوبډلي وګټله

دغه سيالۍ شاوخوا دوې میاشتې وړاندې پیل شوې وې، چې شپږو زونونو امو، بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست او کابل لوبډلو په کې ګډون درلود.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفق ستانکزي، د دې سیالیو موخه د کورني کرېکټ وده او د نويو لوبغاړو مالومول یاد کړل.

د دغه سیالیو مخکني پړاوونه په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې ترسره شوي وو او پایلوبه په کندهار کي وشوه.

که څه هم د بندامیر او امو لوبډلو تر منځ پایلوبه مساوي وه ، خو بندامیر د لسو نمرو په توپیر د دغه سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه سیالیو اتلې لوبډلې ته ۶۰۰ زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکي ته ۴۰۰ زره افغانۍ د جایزې په توګه ورکړې.

د امو لوبډلمشر ضیاءالحق چې د پايلوبې په دواړو اېننګزونو کې یې ۱۴۴ مندې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

عبدالواسع د ۵۴ ويکټو او ۳۶۸ منډو په جوړولو سره د احمدشاه ابدالي "فرسټ کلاس" سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

حمزه هوتک د ۶۷ ویکټو په اخیستلو سره د سیالیو غوره توپ اچوونکی او دروېش رسولي د ۱۰۷۳ منډو جوړولو سره غوره توپ وهونکی ونومول شوه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفق ستانکزی په کور دننه فرسټ کلاس لوبې په نړیوال کرېکټ کې د ودې لپاره اړینې وبلل او نوموړي وویل د دې لوبو امتیاز یې تېرکال د کرېکټ د نړیوالې شورا نه ترلاسه کړي.

بست زون ، چي د لوی کندهار استازولي کوله په دغه سیالیو کي سم و نه ځلېدل، چې ښاغلي ستانکزی یې لامل په دې سیمه کې د اسانتیاو نشتون یاد کړ.

خو نوموړي وویل، چي په کندهار کي به سږکال د کرېکټ یوه معیاري اکیډمۍ جوړه کړي، هلمند او زابل کې د کرېکټ پر لوبغالو کار روان دی.

تېره ورځ په کندهار کي د ۱۷ کلونو او ۱۹ کلونو لوبډلو لپاره شاوخوا ۶۰۰ تنکیو ځوانانو په ازموینه کې برخه اخیستي وه، چې د ستانکزي په خبره دا د کورني په ځانګړې توګه د دې سیمي د کرېکټ لپاره ښه زیری دی.

په کندهار کې د هندوستان په مرسته د کرېکټ د لوبغالي تر جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې دغه ولایت کې د فرسټ کلاس سیاليو پایلوبه ترسره کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب