چنای سوپر کېنګز د هند غوره ليګ اتلولي وګټله

د انځور حقوق IPL

چنای سوپرکېنګز لوبډلې د هند غوره ليګ سياليو پايلوبه کې سنرايزرز حيدراباد لوبډلې ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د دغو سيالیو پايلوبه يې وګټله.

دا درېيم ځل دی چې چنای سوپرکېنګز لوبډله دغه اتلولي ګټي.

چنای سوپر کېنګز لومړۍ اتلولي په ۲۰۱۰ کال کې دويمه په ۲۰۱۱ او درېيمه له دوه کلن بنديز وروسته سږ کال وګټله.

د نننۍ لوبه پچه چنای سوپر کېنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

سنرايزرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لپاره کېن وېليمسن تر ټولو ډېرې منډې وکړې چې په ۳۶ توپونو يې ۴۷ منډې وکړې.

د ده تر څنګ يوسف پټان ۴۵، شېکر دهون ۲۶، شکېب الحسن ۲۳ او کارلوس برتوېټ ۲۱ منډې وکړې.

د چنای سوپر کېنګز لوبډلې توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او سياله لوبډلې يې پرېنښوده چې ډېرې منډې وکړې. لونګي، ټاکور، شرما، براوو او جډېجا د سنرايزر لوبډلې يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د انځور حقوق ndtv
Image caption راشد خان وايي، د تېرې ورځې له لوبې ډېر خوشال دی.

همدا ډول د چنای سوپرکېنګز لوبډله د توپ وهنې په ډګر کې ډېر ښه وځلېده، شېن واټنس ناسوځېدلې په ۵۷ توپونو ۱۱۷ منډې جوړې کړې. په ای پي اېل سياليو کې دا د نوموړې څلورمه سليزه ده.

لکه څنګه چې تمه کېده د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې توپ اچوونکو ښه لوبه ونه کړه په ۱۹ اورونو کې يې يوازې دوې وېکټې واخيستې.

د سږ کال ای پي اېل سياليو کې څلور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدراڼ او ظاهر خان پکتين پېرل شوي وو چې ظاهر خان د ټپي کېدو له امله په سياليو کې برخه وانخيسته.

راشد خان او مجيب ځدراڼ د سږ کال ای پي اېل سيالیو کې ډېر ښه وځلېدل او څو ځله غوره لوبغاړي هم ونومول شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب