سږني ای پي اېل کې د راشد خان نوې بریاوې

د انځور حقوق IPL

۲۰۱۷ کې راشدخان لومړی ځل د نړۍ غوره سوداګریز کرېکټ لیګ( اې پي اېل یا هند غوره لیګ) کې واخېستل شو.

راشد خان په هغه لیګ کې د توپ اچونې په برخه کې ۱۷ وېکټې اخېستې وې او د غوره سل توپ اچوونکو په منځ کې یې شپږم ځای خپل کړی و.

راشدخان په ۲۰۱۸ م کال کې د غوره وېکټو اخېستونکو توپ اچوونکو په قطار کې دوهم شو.

نوموړي سږ کال ۲۱ وېکټې واخېستې او تر اسټرالیایي انډريو ټای وروسته و.

* 'مودي واخلئ، شاه رخ واخلئ، راشد خان راکړئ'

* اشرف غني: راشد خان چاته نه ور کوو

خان په ۲۰۱۷ کال کې ۱۴ لوبې کړې وې، په ۵۴ اورونو کې یې ۳۵۸ منډې یې ورکړې وې.

اوسط یا اورېج یې (۲۱،۰۵) و او ایکانومي یې بیا (۶،۶۲) وه.

راشد خان سږ کال ۱۷ لوبې وکړې، چې ۶۸ اورونه یې وکړل او ۴۵۹ منډې یې ورکړې.

سږ کال یې تر تېر کال اوسط یا اورېج لږ پورته او ۲۱،۸۵ و.

اقتصادي توپ اچونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد خان له افغان لوبغاړو سره.

۲۰۱۸ کې د راشدخان د توپ اچونې ایکانومي ۶،۷۵ وه او تر تېر کال لږ پورته وه.

په ښه ایکانومي یا اقتصادي توپ اچوونکو کې څلورم نمبر دی.

تر نیوزیلېنډي اېش سودي، افریقایي اېن ګېډي او اسټرالیایي ډارسي شارټ وروسته دی.

* راشد خان په ای پي اېل کې بل ریکارډ جوړ کړ

* "راشد ښه نه بلکې بهترین توپ اچونکی دی"

د بېسټ بالېنګ یا غوره توپ اچونې په برخه کې ۱۶م نمبر دی.

راشد خان تېر کال په یوه لوبه کې د څلورو لوبغاړو په سوځولو نه و بریالی شوی.

سږ کال یې هم په یوه لوبه کې څلور لوبغاړي ونه سوځول.

میډن او ډاټ بالونه

د انځور حقوق cricbuzz

نوموړي تېرکال هیڅ اور نه و مېډن کړی او په ډاټ یا مېس توپونو کې بیا دریم نمبر و.

تېر کال یې ۱۲۱ توپونه ډاټ کړي وو.

تېر کال په دغه برخه کې تر سونېل نرېن او جسپرېت بومرا وروسته و او سږ کال لومړی دی.

سږ کال یې یو اور مېډن کړی او مېډن اورونوکې نهم مقام لري.

د راشد خان تر ټولو ستره توپ اچونه دا ده، چې سږ کال یې تر ټولو زیات توپونه مېس یا ډاټ کړي او په ډاټ توپونوکې لومړی مقام لري، خان ټول ۱۶۶ توپونه مېس کړي دي.

د غوره توپ وهونکو منځ کې

د انځور حقوق IPL
Image caption راشد خان په غوره توپوهنې سره خپله لوبډله تر پایلوبې ورسوله.

راشد خان تېرکال د اې پي ایل سیالیو غوره توپ وهونکو کې نه و.

د ۲۰۱۸ کې د غوره توپ وهونکو په منځ کې ۶۹ م نمبر شو.

نوموړی سږ کال په ۷ پاڼیو کې ۵۹ منډې وکړې.

پایلوبې ته د وتلو درشل لوبه کې یې په ۱۰ توپونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې غوره منډې وې.

راشد خان تېر کال ای پي ایل کې د ښې توپ اچونې اوسط کې شلم نمبر و او ۲۱،۰۵ یې اوسط یا اورېج و.

تېر کال یې په یو اور کې د ډېرو منډو ورکوونکو توپ اچوونکو کې نوم نه و؛ خو سږ کال بیا ترې کرېس ګېل یو اور کې ۲۶ منډې اخېستې وې او څلورم مقام لري.

غوره لوبغاړی

تېر کال راشدخان دوه ځلې مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی راغلی و.

سږ کال یې څلور ځلې د غوره لوبغاړي په توګه جایزې واخېستې.

د راشد خان ارزښت

راشد خان د تېر کال پرتله په لوړو پېسو پېرل شوی و.

تېر کال په ۴ کروړه هندي کلدارو اخېستل شوی و.

سږ کال په ۹ کروړه هندي کلدارو پېرل شوی و.

ښه ځلېدل

د انځور حقوق IPL
Image caption نبي عیساخېل( له ښي لوري اول) هم د راشد خان سره په سنرایزر لوبډله کې لوبېده.

راشد خان د تېر په پرتله سږ کال له پوره ډاډ او تجربې سره ښه وځلېد.

نوموړي په دوهمه نېمه پایلوبه کې تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او د نړۍ په ګوټ ، ګوټ کې یې د کرکېټ د لوبغاړو په خوله نوم زمزمه کېده او تر ډېره پورې د رسنیو د سر ټکی و.