کرېکټ: افغانستان په وروستۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان ښه وځلېد، نوموړي په څلورو اورونو کې يوه وېکټه واخيسته او ۲۴ منډې يې ورکړې.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ ۲۰ اوریزو سیاليو د لړۍ وروستۍ لوبه افغانستان په یوه منډه وګټله.

د نننۍ لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې.

افغان لوبغاړو په پيل کې چټکې منډې وکړې خو په وروستيو اورونو کې يې سرعت تېز نه و. د تېرو لوبو په څېر سميع الله شينواري ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۲۸ توپو ۳۳ منډې وکړې. د ده تر څنګ اصغر ستانکزي ۲۷، شهزاد محمدي ۲۶، عثمان غني ۱۹ او نجيب الله ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره نظم اسلام او سوميا سرکار دوې دوې وېکټې واخيستې.

په توپ وهنه کې د بنګله دېش لوبډلې پيل ښه نه و د پيل درې لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل خو د لوبډلې د منځ لوبغاړو ښه لوبه وکړه.

د انځور حقوق ACB
Image caption د نورو لوبو په څېر سميع الله شينوارې ښه منډې وکړې

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان ښه وځلېد، نوموړي په څلورو اورونو کې يوه وېکټه واخيسته او ۲۴ منډې يې ورکړې. د ده تر څنګ مجيب رحمان ځدراڼ او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.

تر دې وړاندې افغانستان په دوو لوبو کې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه او د لوبو دغه لړۍ يې ګټلې وه.

افغانستان د جون پر ۱۴ له هند سره خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب