د افغانستان او هند ترمنځ د ټېسټ لوبې لومړي ورځې حال

لوبه کتونکي

د عکس سرچینه، ICC

د عکس تشریح،

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، دا ورته ډېره د ویاړ خبره ده چې افغانستان د خپلې لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره هند غوره کړ.

افغانستان به د خپل کرېکټ د تاریځ لومړنۍ ټېسټ لوبه نن د هند په بنګلور ښار کې پيل شوه پچه هند وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لومړۍ ورځې د لوبې حال له بنګلوره د بي بي سي د ایمل پسرلي رپوټ

د لوبې پچه هندي لوبډلمشر وګټله او خورا چټکه لوبه یې پیل کړه. په لومړي پړاو کې داسې معلومېدل چې افغان بالران تر یوه حده د حالت تر اغېز لاندې دي، چې دوه ځله د باران له کبله د لوبې له درېدو او وقفې له کبله بیا دوی فرصت وموند، چې له حالت سره سم پلان چمتو کړي.

د دویم پړاو په لومړي سر کې افغان لوبغاړو لومړی هندی لوبغاړی وسوځاه او درېیم پړاو کې بیا داسې ښکارېدل، چې دوی د حالت په کابو کولو بریالي شوي دي. په دغه پړاو کې افغان لوبډلې د ۹۰ منډو ورکولو بدل کې پنځه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

د ورځې پای کې هند لوبډلې ۳۴۷ منډې جوړې کړې او شپږ د سر لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو. ښايي د لومړۍ ورځې لوبې په پای کې هندي لوبغاړي په دې خوښ وي، چې ۳۴۷ منډې لري او افغان لوبغاړو ته به دا په زړه پورې وي، چې شپږ د سر لوبغاړي یې له مخې لرې کړي دي.

اوس به دا وکتل شي، چې افغان توپ وهونکي په خپل لومړي نوبت کې څنګه لوبه کوي. که دوی وتوانېږي، چې د هند ۳۴۷ منډو ته څېرمه هدف تر لاسه کړي، بیا به هندۍ لوبډله په خپله دویم نوبت کې لوبه کوي او افغانستان ته ورکړل شوی هدف به معلومېږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

افغانستان تېر کال د ټېسټ لوبو اجازه ترلاسه کړې وه. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، ویاړي چې افغانستان د خپلې لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره هند غوره کړ.

دې لوبې سره به افغانستان په هغو دولسو کرېکټ لوبډلو کې ور ګډ شي، چې نړیوالې ټېسټ لوبې کولی شي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، دا ورته ډېره د ویاړ خبره ده چې افغانستان د خپلې لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره هند غوره کړ.

ښاغلي مودي پر خپل ټویټر لیکلي: "د افغانستان خلکو ته مبارکي وایم چې د دوی کرېکټ لوبډله په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې لوبېږي. خوښ یم چې دوی له هند سره د تاریخي لوبې لپاره رامخې ته شوي. دواړو لوبډلو ته ښې چارې غواړم. هیله ده چې ورزش به زموږ خلک لا سره نژدې او اړیکي پیاوړې کړي."

د عکس سرچینه، ICC

د عکس تشریح،

نبي څلورو اوورونو کې ۲۲، راشد اوو اوورونو کې ۵۱ او مجیب په ۴ اوورونو کې ۳۲ منډې ورکړې.

هغه ویلي هېواد یې له افغانستان سره د دې لوبې په مزله او پرمختګ کې اوږه پر اوږه ولاړ دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه له هندوستان سره د افغانستان د لومړنۍ ټېسټ لوبې هر کلی کوم. زه پر هغو ویاړم چې په افغانستان کې یې له کرېکټ لوبې ملاتړ کړی. افغان لوبډله به د نړۍ له غورو لوبډلو سره ولوبېږي."

د افغان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي تېره ورځ خبریالانو ته وویل، د لوبې ډګر ته په پوره چمتوالي او لوړ مورال ورځي:

"چې لوبه پیلېږي، نه یوازې ټېسټ لوبې ته بلکې، هر یو لوبغاړی هرې لوبې ته دا سوچ کېږي چې څرنګه یې وکړو. موږ چې تېرو لوبو کې بریالي شوي یو، هماغسې لوبه به اوس هم وکړو."

هندي لوبډلمشر اجینکې رهانې دا د دواړو لوبډلو لپاره یوه مهمه او تاریخي لوبه وبلله او و یې ویل، په دې لوبه کې د خپلې لوبډلې پر مشرۍ ویاړي:

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

اصغر ستانکزی به دې لوبه کې د افغان لوبډلې کپتان وي

"زموږ ټولو لپاره د ویاړ خبره ده چې په دې ټېسټ لوبه کې برخه اخلو. د افغانستان د کرېکټ لپاره هم دا یوه مهمه شېبه ده. فکر کوم ټېسټ لوبه کول هر وخت یوه ځانګړې خبره وي. موږ ټول پر دې پوهېږو، زه هم شخصاً د خپلې لوبډلې مشري کوم. زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په دې ټېسټ لوبه کې کپتان یم."

ټېسټ لوبه

ټېسټ لوبې معمولاً د سهار پر یوولس بجو پیلېږي، خو هند کې دا حالت بدل دی او عموماً د سهار په نهه نیمې بجې پیلېږي. لامل یې دا دی چې وروسته بیا لړه یا تیاره کېږي او دوی غواړي له وخته په ګټې اخیستو وختي لوبه پیلوي.

بنګلور کې هوا باراني ده. د منسون موسم دی. که څه هم لوبغالی داسې دی لکه پر یوه نرمه غالۍ چې سړی ګرځي. هرڅومره باران چې پرې وشي هغه جذبوي.

تر اوسه د ورېدلي باران د وچولو امکان شته، خو که نور باران وشي، کېدای شي لوبه وځنډېږي، ورېځ لاهم شته او افغان لوبغالي فکر کوي چې د ورېځو په دې حالت کې شاید تېز بالران ډېر وځلېږي.

په نړۍ کې یوازې ۱۲ هېوادونه د ټېسټ لوبو دریځ لري او نور څوک دغه لوبې نه شي کولی. د کرېکټ لوبغاړي پر دې باور دي که چا ټېسټ لوبه نه وي کړې، یوڅه ورته ستونزمنه وي.

د افغانستان د لوبډلې روزونکي فېل سایمن هم ویلي چې وېکټه وچه ده او دا په دې مانا ده چې توپ به سوېنګ کېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، له هند سره په ټېسټ لوبه کې د افغانستان د لوبډلې پنځه وتلي لوبغاړي هم لوبېږي.

که داسې وي نو د افغانستان لوبډله باید خوښه په دې وي چې د راشد خان او مجیب ځدران په څېر تکړه سپېن بالران په لوبډله کې لري، چې کولی شي د هند توپ وهونکو ته سرخوږی جوړ کړي.

په بنګلور ښار کې تېره ورځ هوا باراني وه او له همدې کبله د افغان لوبډلې تمرین هم وځنډول شو.

ویل کېږي چې نن هم ښایي اسمان وریځ وي، خو تمه کېږي چې باران به د لوبې مخه ونه نیسي.

یاده دې وي چې افغانستان تېر کال له ایرلنډ سره یو ځای د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او له دې سره یې د ټېسټ لوبو اجازه هم وموندله.

د کرېکټ نړیوالې شورا د خپل ټویټر عمومي عکس (کاور فوټو) ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو یو اانځور غوره کړی.

د عکس سرچینه، ICC