تر غرمې وروسته د هند - افغانستان ټېسټ لوبه

لوبه او باران د انځور حقوق ICC
Image caption ورښت د افغان بالرانو په خیر تمام شو. خورا تېز باران لوبه ودروله.

د افغانستان د لوبډلې له یوه مسؤول سره مې خبرې وکړې ویل یې بالینګ مو ښه نه و ښايي دې لویې موقع پر لوبغاړو اغېز کړی و.

د افغانستان د لوبډلې له یوه مسؤول سره مې خبرې وکړې ویل یې بالینګ مو ښه نه و ښايي دې لویې موقع پر لوبغاړو اغېز کړی و.

خو دغه پلان تر غرمنۍ وروسته د راشد په لومړنۍ اوور کې پلی نه شو.

په راشد بیا هم هندي لوبغاړو ښه بریدونه وکړل. له بل لورې یمین راغی. د هغه په توپ دهون په سلېپ کې نبي کېچ اوټ کړ.

یمین احمدزی لومړنی افغان بالر شو چې په ټېست لوبو کې لوبغاړی سوځوي. نبي لومړنی افغان فیلډر شو چې کېچ نیسي.

تر غرمې وړاندې د هند - افغانستان ټېسټ لوبه

د افغانستان او هند ترمنځ ټېسټ لوبه بنګلور ښار کې پیل شوه

نریندرا مودي: د افغان لوبډلې کوربه توب مو ستر ویاړ دی

ورښت د افغان بالرانو په خیر تمام شو. خورا تېز باران لوبه ودروله.

داسې ورښت و چې یوه شېبه لکه ناوه اسمان بهېده او بله شېبه به ودرېد. تېز بال هم ورسره مل دی. د لوبغالي په سر توره ورېځ خپره ده خو لیرې اسمان ځای ځای شین هم دی.

Image caption داسې ورښت و چې یوه شېبه لکه ناوه اسمان بهېده او بله شېبه به ودرېد.

هند د ۴۶ اوور په لومړي توپ چې لوبه درېده ۲۴۸ منډې کړي او یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی.

د لوبې تر پیل وړاندې یوه هندي مینه وال ویل شپږ سوه منډې به کوو. که باران لوبه ډېره ایساره نه کړي هند په همداسې یوه دریځ کې دی.

ویجې ۹۴ منډې کړي، ده په ۱۲۸ توپونو کې ۱۴ څلورېزې او یوه شپږیزه وهلې. دهون یوازې ۹۶ توپونه ولوبول هغه د ۱۹ څلوریزو او درو شپږیزو په مرسته ۱۰۷ منډې وکړې.

له ویجې سره راهول ولاړ دی هغه په ۴۸ توپونو ۳۳ منډې کوي چې څلور څلوریزې هم لري.

په بالېنګ کې یامین ۸ اوورونه وکړل ۲۸ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

وفادار مومند خپل نهم اوور کاوه چې باران لوبه ودروله. ده ۲۹ منډې ورکړي. خو هندي لوبغاړو پر افغان سپېن یا ورو بالرانو ډېره تېزه لوبه وکوه.

محمد نبي په اتو اوورونو کې ۴۵، راشد په ۱۴ اوورونو کې ۸۹ او مجیب په ۷ اوورونو کې ۴۶ منډې ورکړې. لوبڅارانو د ورښت له امله د چایو دمه اعلان کړه.

ورته مطالب