نریندرا مودي: د افغان لوبډلې کوربه توب مو ستر ویاړ دی

  • سیدولي ناصر
  • بي بي سي/ کابل
.

د عکس سرچینه، ACB

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي افغان ملي لوبدلې ته په لیکلي لیک کې ویلي، دا د ویاړ ځای دی چې افغان لوبډلې د خپلې لومړنۍ ټېسټ لوبې کولو لپاره د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډله غوره کړې ده.

نوموړي ویلي، هندوستان د افغانستان په کرېکټیز سفر کې له افغان لوبډلې سره اوږه پر اوږه ولاړ دی.

افغان لوبډله چې د کرېکټ په لنډو (شل اوریزه او یو ورځنیو) لوبو کې ښه ځلېدلې، نن د جون په ۱۴مه یې د هند په بنګلور کې د هندوستان له ملي لوبډلې سره خپله لومړنۍ تاریخي ټېسټ لوبه پېل کړې ده.

د هندوستان لوبډلې د لوبې پچه ګټلې او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

ښاغلي مودي په کم وخت او په افغانستان کې له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره سره د افغان لوبډلې چټک او پام وړ پرمختګ ستایلی دی.

نوموړی وايي: "د افغان کرېکټ پرمختګ دا ښيي چې افغانان د ستونزو او کړاوونو د ختمولو او سولې او ولس د یو موټي کولو هیلې او هوډ لري."

افغانستان تېرکال د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او سږکال خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه له هند سره کوي.

د عکس سرچینه، ACB

غبرګونونه

ښاغلي مودي پر خپل ټویټر لیکلي: "خوښ یم چې دوی له هند سره د تاریخي لوبې لپاره رامخې ته شوي. دواړو لوبډلو ته ښې چارې غواړم. هیله ده چې ورزش به زموږ خلک لا سره نژدې او اړیکي پیاوړې کړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه له هندوستان سره د افغانستان د لومړنۍ ټېسټ لوبې هر کلی کوم. زه پر هغو ویاړم چې په افغانستان کې یې له کرېکټ لوبې ملاتړ کړی. افغان لوبډله به د نړۍ له غورو لوبډلو سره ولوبېږي."

د کرېکټ نړیوالې شورا د خپل ټوېټر عمومي عکس (کاور فوټو) ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو یو انځور غوره کړی او دا یې هم لیکلي:

"په یوه هېواد کې چې جګړې پر هر څه اغېز کړی، کرېکټ پکې د خوشالیو سرچینه ده."

د عکس سرچینه، ICC

د زمبابوې پاکستاني الاصله الراونډر لوبغاړي سکندر رضا هم پر خپله ټوېټر پاڼه د افغان لوبډلې د ښې ځلېدنې هیله مندي ښودلې ده.

د افغان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي تېره ورځ خبریالانو ته وویل، د لوبې ډګر ته په پوره چمتوالي او لوړ مورال ورځي:

"چې لوبه پیلېږي، نه یوازې ټېسټ لوبې ته بلکې، هر یو لوبغاړی هرې لوبې ته دا سوچ کېږي چې څرنګه یې وکړو. موږ چې تېرو لوبو کې بریالي شوي یو، هماغسې لوبه به اوس هم وکړو."

هندي لوبډلمشر اجینکې رهانې دا د دواړو لوبډلو لپاره یوه مهمه او تاریخي لوبه وبلله او و یې ویل، په دې لوبه کې د خپلې لوبډلې پر مشرۍ ویاړي:

"زموږ ټولو لپاره د ویاړ خبره ده چې په دې ټېسټ لوبه کې برخه اخلو. د افغانستان د کرېکټ لپاره هم دا یوه مهمه شېبه ده. فکر کوم ټېسټ لوبه کول هر وخت یوه ځانګړې خبره وي."نوموړي زیاته کړې: "موږ ټول پر دې پوهېږو، زه هم شخصاً د خپلې لوبډلې مشري کوم. زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په دې ټېسټ لوبه کې کپتان یم."

د عکس سرچینه، ACB

په نړۍ کې یوازې ۱۲ هېوادونه د ټېسټ لوبو دریځ لري او نور څوک دغه لوبې نه شي کولی. د کرېکټ لوبغاړي پر دې باور دي که چا ټېسټ لوبه نه وي کړې، یوڅه ورته ستونزمنه وي.

هندوستان د کرکټ په نړۍ کې دا مهال په ټیسټ کې لومړی، په یو ورځنیو لوبو کې دوهم او په شل اوریزو کې درېيم لري

د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله او د هندوستان د سپورت وزیر راجیاوردن سینګ راتوړ به د هند او افغانستان ترمنځ د ټېسټ لوبو سیالي له نږدې وګوري.