د افغانستان او هند د لومړۍ ورځې لوبه، دواړه لوبډلې خوښې ښکاري

د انځور حقوق ACB
Image caption تر ټولو بریالی بالر یامین احمدزی و ده په ۱۳ اوورونو کې یوازې ۳۲ منډې ورکړې

د افغانستان لپاره د لومړۍ ټسټ لوبې لومړۍ ورځ په دستورو پیل شوه، هند پکې وځلېد، باران وورېد او په پای کې افغان بالرانو لوبه کابو کړه.

د ورځ په پای کې هند ۳۴۷ منډې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو. د افغانستان له لورې تېز بالران وځلېدل او ورو بالران د ورځ په پای کې راوېښ شول.

د غرمنۍ تر دمې داسې ښکارېده چې ښايي هند ډېرې زیاتې منډې وکړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ واټن خورا ډېر ښکارېد. لکه د نړۍ اول نمبر ټسټ لوبډلې ته چې د یوه کلب یا ښوونځي زلمي توپ اچوي.افغان بالرانو باندې ښايي لومړني ټسټ اغېز کړی و، تر خپل عادي حالت وارخطا ښکارېدل.

کپتان اصغر ستانکزي په حیرانوونکې توګه لسم اوور نبي ته ورکړ. په ټست لوبو کې عمومآ تېز بالران د لومړۍ ورځې په لومړۍ برخه کې تر ډېره بالېنګ کوي. خو دا چې هغه شېبه یامین له ډګره درملنې ته وتلی و او وفادار مومند له بل لورې بالېنګ کاوه نو ښايي اصغر بله لاره هم نه لرله.

افغانستان دې لوبې ته یوازې دوه فاسټ بالران غوره کړي دي.

د انځور حقوق Acb
Image caption شکر دهون نن داسې لوبه پیل کړې وه لکه شل اوریزه لوبه چې کوي. بخت هم ورسره یاري وکړه.

شکر دهون نن داسې لوبه پیل کړې وه لکه شل اوریزه لوبه چې کوي. بخت هم ورسره یاري وکړه. د وفادار مومند په توپ ویکټ ساتي افسر ځاځي ونیو، لوبڅار ونه منله، افغان لوبغاړو د اپيل حق درلود، خو زړه یې ښه نه کړ. که یې اپيل کړی وای نو ویډیويي انځورونو وښوله چې دهون اوټ دی.

دهون تر لوبې وروسته رسنیو ته وویل له راشد او نبي سره دی روږدی دی ځکه چې د ای پي ایل په سیالیو کې دواړه ورسره په یوه لوبډله کې دي. دهون ویل راشد ورته د حیدر اباد په لوبډله کې د تمرین پر وخت ډېر بالېنګ کړی.

شکر دهون د نړۍ شپږم لوبغاړی شو چې د ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ د غرمنۍ تر دمې وړاندې سلیزه پوره کوي. خو تر غرمنۍ وروسته یامین احمدزي د محمد نبي په لاسونو کېچ اوټ کړ. ویجې او راهول د دویمې وېکټې لپاره هم تر سلو ډېره ملګرتیا وکړه.

وفادار مومند ویجې په ۱۰۵ منډو اي بي ډبلیو اوټ کړ. راهول د یامین په توپ بولډ اوټ شو. له دې وروسته راشد خان او مجیب خورا ښه بالېنګ وکړ.

راشد د هند کپتان راینې ایل بي ډبلیو اوټ کړ او د ده په توپ د پوجارا کېچ نبي وغورځاوه. خو دا د ده او مجیب بالېنګ و چې د منډو مخه ډب شوه، پر هندي لړبغاړو فشار راغی او کارټیک د چټکې منډې په هیله د ناصر جمال او افسر ځاځي په ملګرتیا رن اوټ شو.

مجیب په ټسټ لوبو کې لومړنی کس هغه مهال وسوځاوه چې د نبي په ښکلي کېچ پوجارا اوټ شو.

راشد خان په ۲۶ اوورونو کې ۱۲۰ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. مجیب په ۱۴ اوورونو کې ۶۹ منډې ورکړې ده هم یو کس اوټ کړ، نبي یوارې اته اوورونه وکړل چې ۴۵ منډې پکې وشوې او څوک یې ونه سوځول.

تر ټولو بریالی بالر یامین احمدزی و ده په ۱۳ اوورونو کې یوازې ۳۲ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې اوټ کړل. زلمي بالر وفادار مومند په ۱۵ اوورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او یو کس یې وسوځاوه. اصغر ستانکزي هم دوه اوورونه وکړل چې هندیانو پکې ۱۶ منډې وکړې.

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د کرېکټ لپاره د دې تاریخي ورځې ځینې ریکارډونه په دې ډول و:

لومړنی توپ یامین احمدزي واچاوه چې یوه منډه پکې وشوه او په دې توګه دی لومړنی افغان بالر شو چې لومړنۍ منډه یې سیالې لوبډلې ته ورکړه.

لومړنۍ څلوریزه په وفادار مومند ولګېده. لومړنۍ شپږیزه د محمد نبي په توپ ترسره شوه. لومړني کس یامین احمدزي وسوځاوه.

لومړنی کېچ محمد نبي ونیوه.

لومړنی وایډ او نو بال وفادار مومند وکړل.

لومړنی رن اوټ د ناصر جمال او افسر ځاځي په ملګرتیا وشول. ناصر جمال په مرستندویو لوبغاړو کې و.

لومړنی بولډ اوټ یامین وکړ، ایل بي ډبلیو په لومړي ځل د وفادار په برخه شو.

سبا د جمعې ورځ ښايي لا ډېرې نورې تاریخي شېبې افغان لوبغاړي وویني. بالران به یې په هڅه وي چې د هند وروستي څلور لوبغاړي ژر وسوځوي خو ټول پام به بیا منډه جوړونکو ته وي چې وارخطا دي که ډاډه، که د بالرانو غوندې دستورو او دې موقعې پرې اغېز کړی و ښايي ونه ځلېږي او د بالرانو غوندې د بیا بیا بال کولو موقع ونه مومي.

همدا خبره ده چې ټسټ لوبه د لوبغاړو د رښتینې ازمېښت لوبه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب