دویمه ورځ د سهار لوبه، هند ۴۷۴ منډې وکړې

.

افغان لوبډله لوبغالي ته په وطني جامو کې راغله، دوی د اختر لمانځه ته تللي وو او له هغه ځایه لوبې ته راغلل. تر لومړۍ ورځې ډېر ارام ښکارېدل. لومړنی اوور یامین احمدزي وکړ، پر دویم توپ داسې ښکاره شو چې ګواکې کېچ لوېدلی دی.

راشد خان پرون په پیل کې ښه نه و. د ده په لومړیو ۱۲ اوورونو کې ۸۲ منډې شوې وې خو په وروستیو نهو اوورونو کې یې ۱۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

د دویمې ورځې لومړی اوور یې هم ډېر ښه و او داسې ښکارېده چې ښايي نن هغه راشد خان ووینو چې ټول یې هیله لري.

خو دریم اوور کې یې درې څلوریزې پرې ولګېدې.

بل لور یامین احمدزی داسې ښکارېده لکه ټول عمر چې یې ټست لوبې کړې وي.

ده اشوین د افسر ځاځي په کېچ اوټ کړ او په ورپسې توپ یې افسر د جډېجا کېچ وغورځاوه.

د یامین توپ ښوري، سرعت یې مناسب دی او لوبغاړي اړ باسي چې ویې لوبوي.

اصغر ستانکزي په لومړۍ ورځ پرله پسې په راشد بالېنګ وکړ خو نن یې ژر بدل کړ، نبي یې پر ځای راغی.

بل لور د یامین پر ځای وفادار راغی. یامین په شپږو اوورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او یو کس یې وسوځاوه خو د ده په توپ کېچونه هم ولوېدل.

له دوی وروسته وفادار او نبي وازمویل شول.

کریکټ: جامې وباسئ، معاش واخلئ

کریکټ: ایا افغانستان نړیوال کپ ته لار موندلی شي؟

دواړو یو یو کس وسوځول خو پر دواړو وروستیو هندي لوبغاړو غټ شارټونه هم ووهل.

د وفادار په یوه اوور کې دوه شپږیزې ولګېدې خو د ده په توپ افسر ځاځی یو بل کېچ وغورځاوه.

راشد خان بالاخر شرما ایل بي ډبلیو اوټ کړ.

په دې توګه افغان بالرانو د خپل لومړني ټسټ په لومړني وار ټول نژدې ۱۰۵ اوورونه وکړل.

یامین تر ټولو بریالی و. ده په ۱۹ اوورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

وفادار مومند په ۲۱ اوورونو کې ۱۰۰ منډې ورکړې، دی له راشد خان وروسته دویم افغان بالر شو چې په یوه پاڼۍ (اننګز) کې سل منډې ورکوي.

ده دوه کسه وسوځول. محمد نبي په حیرانونکې توګه یوازې ۱۳ اوورونه وکړل.

۶۵ منډې پرې جوړې شوې او یو کس یې اوټ کړ. راشد خان تر ټولو ډېر اوورونه وکړل. ده یو توپ کم ۳۵ اوورونه پوره کړل ۱۵۴ منډې یې ورکړې او یوازې دوه کسه د ده په توپ وسوځېدل.

مجیب په خپلو ۱۵ اوورونو کې ۷۵ منډې ورکړې او یو کس یې وسوځاوه. اصغر ستانکزي په دوو اوورونو کې ۱۶ منډې ورکړې وې. د هند له لورې د پيل دوو لوبغاړو، دهون او ویجې سلیزې وکړې او پانډیا ۷۱ منډې درلودې. د پانډیا دغې هڅې د هند ټولې منډې تر ۴۷۴ پورې ورسولې.

کورنی کریکټ: خوست کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ سیالۍ

افغانستان له بنګله دېش دوهمه لوبه او لړۍ وګتله

د شرما له سوځېدو سره چې د راشد دوهمه ویکټه وه د دویمې ورځې غرمنۍ دمه شوه، له غرمنۍ وروسته به افغان منډه جوړونکي منډو ته راځي.

په لومړي ځل به په ټسټ لوبو کې منډې کوي. شهزاد او جاوید احمدي به ښه پيل ولري که به دوی هم د بالرانو غوندې په پیل کې وارخطا وي. که خبره لومړۍ وه د اختر دا ورځ به خپلو مینه والو ته لا رنګینه کړي

اړونده مطالب

ورته مطالب