ژوندۍ خپرونه کې خبریاله مچو کول

د انځور حقوق DW Espanol

هغه خبریاله د سپورټ مینوالو له خوا له د ځورونې خبره کوي چې روسیه کې د فوټبال لوبې ژوندی رپوټ ور کوي، خو یو کس راځي او مچوي یې.

د هغې ویډیو خواله رسنیو کې ډېره لاس په لاس کېږي.

د کولمبیا دا خبریاله جولیت ګونزیلز تریان د جرمني یوه تلوېزون( دچویله سپینول) ته د رپوټ پر مهال د کمرې مخته ولاړه ده چې یو کس راځي، سینې ته یې لاس ور اچوي او مچه ترې اخلي.

خو دا خبریاله له دې کار سره سره خپل رپوټ بشپړوي او وروسته پرلیکه یا انلاین پر دغه پېښه خبرې کوي.

ګونزالز وايي: له موږ سره داسې چلن پکار نه دی

دا وايي، یو شان ارزښت لري او مسلکي دي.

هغې خپلې ادارې ته ویلي چې له دغه ځای تلوېزون ته د نېغ رپوټ ور کولو لپاره یې دوه ګړۍ تیاری کړی و.

ګونزالز وايي، چې یې له خپلې رسنۍ سره ژوندۍ خبرې پیل کړې، نو دغه کس له موکې کار واخیست او دا یې مچو کړه.

دا وايي، له خپرونې وروسته یې د همدغه کس د موندلو لپاره یوه بله خوا منډه کړل، خو په لاس نه ورغی.

دا پېښه تېره اونۍ د روس او سعودي عربستان ترمنځ د روس په سرانسک ښار کې له لوبې مخکې شوې ده.

جرمن غږ رسنۍ دا ویډیو پر خواله رسنیو پرلیکه کړې او دا یې پر خپله خبریاله برید او تېري سره ورته پېښه بللې ده.

خواله رسنیو کې ډېرو خلکو دا پېښه کم ارزښته بللې بللې.

خو ګونزالز تریان د خپل حق دفاع کې د خواله رسنیو له خوا د دې په ملاتړ شوې خبرې بیا ټوېټ کړې دي.

د ډي ډبلیو یوې ویاندې ټوېټ کړې: دا ټوکه نه ده، دا مچو نه ده دا ناروا برید دی.

د چهارشنبې په ورځ او له پېښې نږدې اونۍ وړاندې دچویله پر دې موضوع یوه لیکنه خپره کړه چې پکې د جرمني د مېرمنو ملي لیګ لوبڅار دا پېښه نه منونکې وبلله.

د خبریالې یا خبریالو ځورولو دا پېښه نوې خبره نه ده.

له دې مخکې برازیل کې ۵۲ خبریالو د لوبغاړو او د لوبو د مینوالو له خوا د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هڅې وکړې.