فوټبال نړیوال جام: کوریا لوبډلې ته څه نوم ورکړل شوی او پایلوبې سره د انټر میلان تړاو

فوټبال نړیوال جام د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایچ ګروپ لوبډلو سیالیو کې جاپان سینیګال ته د یلو کارت پر بنسټ ماتې ورکړه

د فوټبال مینه والو ته زیری هم شته او بې خونده خبر هم. بده خبره دا ده، چې د نړیوال جام د سیالیو له ټولټال ۶۴ لوبو نه ۴۸ لوبې شوې دي، یانې له درېیو دوې برخې سیالۍ ختمې شوې، خو ښه خبر بیا دا دی، چې پاتې لوبې خورا مهمې او ښايي یادګاري شي. خو تر اوسه مهم خبرونه پکې څه دي؟

د جاپان ښه چلند ګټه

د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو کې ژړ یا یلو رنګه کارت د هغو لوبډلو تر منځ د پرېکړې لپاره وکارول شول، چې پواینټونه او د ګولونو شمېر یې برابر وو.

د ایچ ګروپ لوبډلو سیالیو کې جاپان سینیګال ته د یلو کارت پر بنسټ ماتې ورکړه او په ناک اوټ یا دویم پړاو کې یې د ځان لپاره ځای وموند.

جاپان کولمبیا ته ماتې ورکړه، سینیګال سره یې لوبه برابره شوه او له پولنډه یې د صفر مقابل کې د یوه ګول ماتې وخوړه او له همدې کبله په سختۍ سره جاپان لوبډله وتوانېده لومړي پړاو کې له سیالیو بهر کېدو ځان وژغوري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کروشیا بیا ځکه ډېر خلک حیران کړی وو، چې دغه لوبډله د ارجنټاین، نایجریا او ایس لنډ غوندې لوبډلو په ګروپ کې مخکښه لوبډله وه.

د یکشنبې پر ورځ به البته معلومه شي، چې جاپان لوبډله له بلجیم سره سیالۍ کې څه ډول رویه لري. کروشیا بیا ځکه ډېر خلک حیران کړی وو، چې دغه لوبډله د ارجنټاین، نایجریا او ایس لنډ غوندې لوبډلو په ګروپ کې مخکښه لوبډله وه.

یوراګوای، بلجیم او کروشیا شانداره لوبه وکړه او ناک اوټ پړاو کې به ورسره مخامخېدونکو لوبډلو ته سیالۍ اسانه نه وي.

د بلجیم لوبډله کې د انګلستان غوره لیګ لوبغاړي دي او دغې ډلې تر ټولو ډېرې یانې نهه ګولونه کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برازیل بیا د سویلي امریکا له څلورو هېوادونو یو دی، چې د سیالیو دویم پړاو ته ورسېد.

د نړیوال جام له سیالیو مخکې ویل کېدل، چې بلجیم لوبډله به مخکښتوب وښيي. که بلجییم نړیوال جام وګټي دا به تر ټولو کوچنی هېواد وي، چې دغه سیالي ګټي.

دا مهال یوراګوای هغه هېواد دی، چې دغه ویاړ یې په برخه دی. برازیل بیا د سویلي امریکا له څلورو هېوادونو یو دی، چې د سیالیو دویم پړاو ته ورسېد.

دا چې برازیل، کولمبیا، ارجنټاین او یوراګوای به ناک اوټ سیالیو کې له یوه بل سره نه مخامخېږي، ښايي د فیفا نړیوال جام سیالو منځلوبو له اتو لوبډلو څلور همدا لوبډلې وي.

Image caption مینه وال هیله من دی، چې ناک اوټ پړاو کې به هم د ګولونه شمېر پر خپل ځای وساتل شي.

که څه هم پیرو لوبډله و نه توانېده ناک اوټ مرحلې ته ورسېږي، خو سي ګروپ کې د اسټرالیا پرتله مخکښه وه. پیرو له ۱۹۸۲ راهیسې له نړیوال جام سیالیو بهر وه، خو اسټرالیا د درېیو مخکنیو نړیوال جام سیالیو کې ګډون درلود.

د فیفا چارواکو په وینا په ۴۸ ګروپي لوبو کې تر اوسه ۱۲۲ ګولونه شوي دي، چې په اوسط ډول هرې لوبې لپاره ۲ اعشاریه ۵۴ ګولونه کېږي. د دې مانا دا ده، چې د روسیې نړیوال جام سیالۍ د ۲۱ پېړۍ دویم نړیوال جام سیالۍ دي، چې تر ټولو ډېر ګولونه پکې شوي دي. مینه وال هیله من دی، چې ناک اوټ پړاو کې به هم د ګولونه شمېر پر خپل ځای وساتل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د منډو برخه کې د سربیا لوبډله له ټولو مخکې بلل کېږي

وروسته پاتې روسیه

د دوو لوبو له ګټلو وروسته روسي لوبغاړو کې خورا ډېره جوش او جذبه لیدل کېده. ماهرینو ویل، روسي لوبغاړي به د نورو پرتله ډېر وځغلي، خو وروستیو ګروپ سیالیو کې روسیان وروسته پاتې شول. د منډو برخه کې د سربیا لوبډله له ټولو مخکې بلل کېږي، چې ۳۳۹ کیلومتره ځغاستلي دي او جرمنیان دویم ځای کې دي، چې ۳۳۵ اعشاریه ۵۹ کیلومتره منډې یې کړې دي.

له افریقا سره مخه ښه

له ۱۹۸۲ راهیسې لومړی ځل دی، چې له ټولې افریقا هېڅ یوه لوبډله ناک اوټ پړاو ته و نه رسېده. د سینیګال، نایجریا، مراکش، تونیس او مصر لوبغاړي به پاتې لوبې پر ټلویزیون ګوري. ماهرین وايي، دغه وخت دی، چې افریقايي فوټبال چارواکي په خپلو تېروتنو غور وکړي.

د ګټونکو کبر

له سیالیو د جرمني له بهر کېدو سره کېدای شي د سوبمنو پر کبر خبره وشي. جرمني له پینځو اتلانو څلورم دی، چې له د نړیوالې اتلولې له خپلولو وروسته راتلونکو سیالیو کې له ناکامۍ سره مخامخېږي. جرمن لوبډله و نه توانېده هغه تشه ډکه کړې، چې د فلیپ لیهم، شوانستایګر او ځینې نورو تجربه کارو لوبغاړو رامنځته کړې ده. دوی د دې تر څنګ د ګول کولو فرصتونه هم ضایع کړل.

د فیفا شمېرې ښيي چې له ۳۲ ټیمونو نه جرمن ټیم ته د ګول کولو تر ټولو ډېر ځله زمینه برابره وه او دوی له دې ۷۵ فرصتونو یوازې درې ځله ګټه واخیسته او څلور ګولونه پرې وشول.

کوریا جرمني ته له ماتې ورکولو وروسته له سیالیو بهر

سویلي کوریا لوبغاړو ته د ( choppers) یا لنډیو تبرونو نوم هم ورکړل شو او دا ځکه چې دوی د جرمني له ماتولو وروسته له سیالیو بهر شول. جنوبي کوریا لوبغاړو تر ټولو ډېر یانې ۶۳ فاولونه وکړل، دویم ځای مراکش لوبډلې له ۶۲ فاولونو سره ونیو. تر ټول لږ یانې ۲۸ فاولونه بیا جاپان لوبډلې وکړل.

ایا برازیل، کروشیا یا یوراګوای وار له مخه پایلوبه کې دی؟

که حیرانونکې شمېرې وګورئ، نو همداسې ده.

له ۱۹۸۲ راهیسې نړیوال جام هغې لوبډلې ګټلی چې د ایټالیا انټرمیلان لوبډلې لوبغاړي پکې شامل وي.

په هغو لوبډلو کې چې ناک اوټ پړاو ته رسېدلي د انټر میلان له لوري لوبيدونکی برازیل لوبغاړی مرندا او د یوراګوای مډ فیلډر ماتیس وچینو او د کروشیا وینګر ایوان پریسیچ هم شامل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۳۲ ټیمونو نه جرمن ټیم ته د ګول کولو تر ټولو ډېر ځله زمینه برابره وه

د برازیل یوې ورځپاڼې رپوټ ښيي، چې روسیه کې د نړیوال جام ۴۰ لوبو له شننې ثابته شوې، چې د ویډیويي مرستیال لوبڅار سسټم له کبله لوبڅارانو له ۱۱ نه نهه ځله خپله پرېکړه بدله کړې ده.

د برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز رپوټ کاږي، چې د فوټبال قوانین جوړونکې شورا له قوله ویلي، چې له ۱۵ نه د دغه سسټم یوازې یوه پرېکړه ناسمه وه.

د بورډ چارواکو په وینا د پرتګال خلاف ایران لوبډلې ته د پینالټي ورکړې پرېکړه ناسمه وه، چې له کبله یې دغه سیالي له یوه- یوه ګول سره برابره وه.

اړونده مطالب