غوايي لوبې مېله کې پينځه کسان ټپیان شوي دي

Runners flee from bulls during the San Fermín festival in Pamplona July 2018

د عکس سرچینه، Reuters

د سره صلیب چارواکو په وینا د اسپانیا شمالي ښار پامپلونا کې د غوايي لوبو کلنۍ مېلې پر مهال لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي، چې یو یې غوايي په ښکرو وهلی دی.

دغه میله کې مست غوايي تر ۸۷۵ متره پورې نژدې دوې نیمې دقیقې ځغلي. په میله کې چې معمولاً یوه اونۍ دوام کوي، لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان ګډون کوي.

ځايي چارواکي وايي، هر کال دغه مېله کې زرګونه کسان ټپیان کېږي، خو لږ کسان داسې وي، چې طبي مرستو ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، EPA

له ۱۹۱۰ کال راهیسې، چې د دغې مېلې د شمېرو ثبتول پیل شوي دي، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. ۱۹۴۷او ۱۹۸۰ کلونه د دغې مېلې لپاره ډېر خونړي بلل کېږي، چې په هر یوه مېله کې یې دوه کسان وژل شوي وو.

دانیل جیمینو رومیرو وروستی کس و، چې ۲۰۰۹ کال کې دغه مېله کې غوايي پر ښکر کړ او ووژل شو.

دغه مېله کې معمولاً نارینه وو ګډون کاوه او له ۱۹۷۴ کال راهیسې ښځو ته هم اجازه ورکړل شوه، چې مېله کې ګډون وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA

د سږ کال مېله په دغو مراسمو کې له ښځو سره د چلند په تړاو له احتجاجونو سره یو ځای تر سره کېږي. سږ کال په دې تړاو یوه قضیه په محکمه کې تر څېړنې لاندې ده او په اړه یې پراخ احتجاجونه هم شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA