فوټبال: کرستیانو رونالدو یووېنټیس ته پلورل شوی

رونالډو د ۲۰۰۹ کال جولای کې له مانچسټر یونایټیډ لوبډلې د ۸۰ میلیونو پاونډو بدل کې ریال مادرید کلب ته تللی و
Image caption رونالډو د ۲۰۰۹ کال جولای کې له مانچسټر یونایټیډ لوبډلې د ۸۰ میلیونو پاونډو بدل کې ریال مادرید کلب ته تللی و

د اروپا فوټبال اتلې لوبډلې ریال مادرید ویلي، خپل نامتو لوبغاړی کرستیانو رونالدو یې دایټالیا اتلې لوبډلې یووېنټیس ته پلورلی دی. کلب د رونالډو د فیس یا حق الزحمې یادوونه نه ده کړې، خو داسې باور کېږي، چې ۱۲۳ میلیونو ډالرو شاوخوا کې به وي.

۳۳ کلن پرتګالي ستوري د ریال مادرید مینه والو ته په یوه لیک کې ویلي، چې هغه کلونه یې ښايي د عمر تر ټولو خوشحاله موده وه، چې له دغه کلب سره یې تېره کړه.

رونالډو د غبرګونو پلار شو

د فوټبال ستوری رونالډو د مالیې نه ورکولو په تور محکمې ته ولاړ

رونالډو له کلب سره د لوبې بهیر کې څلور غوره لیګ او څلور لالیګا سیالۍ ګټلې دي. رونالډو په خپل لیک کې کښلي:

''زما په زړه کې د دغه کلب، د مینه والو لپاره یې او د دغه ښار لپاره یوازې د درناوي او مینې احساسات دي. ''

رونالډو د ۲۰۰۹ کال جولای کې د انګلستان مشهورې لوبډلې مانچسټر یونایټیډ نه د ۸۰ میلیونو پاونډو بدل کې ریال مادرید کلب ته تللی و او د کلب تاریخ کې یې ریکارډ ۴۵۱ ګولونه په خپله نامه ثبت کړل.

د انځور حقوق Getty Images

نوموړي د بالون دي اور په نامه هغه جایزه په ۲۰۰۸م ۲۰۱۳م، ۲۰۱۴م، ۲۱۰۶م او ۲۰۱۷ کلونو کې خپله کړه، چې د کال تر ټولو غوره فوټبال لوبغاړي ته ورکول کېږي.

د رونالډو په ملتیا د ریال مادرید لوبډله وتوانیده چې په تېرو پنځو کلونو کې څلور ځله د اروپا د اتلانو جام سیالۍ وګتي.

د رونالډو د لیک په ځواب کې د ریال مادرید لوبډلې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي:

''کرستیانو رونالډو به تل د ریال مادرید لپاره تل یو سمبول وي. ریال مادرید غواړي هغه لوبغاړي ته درناوی وړاندې کړي، چې ځان یې په نړۍ کې تر ټولو غوره ثابت کړی دی، چې زموږ د کلب او د نړیوال فوټبال د یوه زرین پیر برخه و. ''