د فوټبال نړيوال کپ لوبو کې د کروېشیا بريا او د انګلنډ ماتې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جولاى په ١٥ به کروېشيا د اتلولۍ پايلوبه کې ماسکو کې له فرانسې سره لوبه کوي. انگلستان به هم د درېیم مقام پر سر له بلجيم سره په سن پترزبورګ کې لوبه وکړي.

د روسيې د فوټبال نړیوال کپ سياليو کې کروېشيا د انگلستان په ماتولو سره لومړی ځل د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ پايلوبې ته ووتله او انګلستان د ۵۲ کال لپاره د دغه جام پایلوبې ته له رسېدو پاتې شو.

پرون د اتلولۍ نيمه پايلوبې په لومړي ډگر کې انگلستان وکولى شو چې کروېشيا ته يو گول ورکړي. خو وروسته کروېشيا د يوه گول په وهلو سره لوبه برابره کړه، چې له همدې امله لوبه اضافي وخت ته لاړه.

له کروېشيا څخه ماريو ماندزوکېک انگلستان ته يو بل گول هم ورکړ او لوبه يې ۲- ۱ د خپلې لوبډلې په گټه پاى ته ورسوله.

د جولاى په ١٥ به کروېشيا د اتلولۍ پايلوبه کې ماسکو کې له فرانسې سره لوبه کوي. انگلستان به هم د درېیم مقام پر سر له بلجيم سره په سن پترزبورګ کې لوبه وکړي.

له دغه بایلات سره انګلستان د ۵۲ کال لپاره بیا هم د نړيوال جام پایلوبې ته له تګه پاتې شو.

فوټبال: کرستیانو رونالدو یووېنټیس ته پلورل شوی

انګلستان یوازې یو وار په ۱۹۶۶ کال کې په خپله خاوره کې د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه. له هغه مهاله تر اوسه يې لوبډله ۱۳ ځله پایلوبې ته له تګه پاتې شوې او یوازې دوه واره نيمه پایلوبې ته رسېدلې.

کروېشیا څلور مېلیونه او ۳۰۰ زره نفوس لري چې د جوړېدو یې یوازې ۲۷ کاله کېږي.

د انځور حقوق EPA
Image caption له دغه بایلات سره انګلستان د ۵۲ کال لپاره بیا هم د نړيوال جام پایلوبې ته له تګه پاتې شو.

ورته مطالب