فوټبال نړیوال جام او روسیې ته ګټې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فوټبال نړیوال جام او روسیې ته ګټې

په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام لوبې په ختمېدو دي يوازې دوه لوبې پاتې، سبا به انگلنډ له بلجيم سره د دريم او څلورم مقام لپاره بخت ازمويي او د يکشنبې يا اتوار په ورځ به فرانسه اوکرويشيا سيالي کوي چې د اتلولۍ جام د چا په برخه کېږي. خو دا یوه میاشت د روسیې لپاره ډېره ښه وه.

داسې چې د نړۍ له بېلا بېلو برخو زرګونه بهرنیان د روسیې ۱۱ ښارونو ته ولاړل او خپلې پیسې یې پکې ولګولې. له دې ټولو ډېره ګټه ځوانو روسانو وکړه خو ایا په نړۍ کې د دې مشهورو لوبو په کوربه توب، کېدی شي چې په روسیه کې د اوږد مهال لپاره بدلون راشي؟