فرانسې د فوټبال نړیوال جام وګاټه

فوټبال د انځور حقوق Reuters

فرانسې نن په مسکو ښار کې د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام وګټلو.

د فرانسې لپاره پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه وکړل. د فرانسې څلور ګول د کروشیا د لوبغاړي لخوا پر خپل ځان وشو.

د کروشیا لومړی ګول پېرېسېچ وکړ.

ورپسې د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دویم ګول هم وکړ.

خو تر هغې وروسته فرانسې په لوبه کې پښه ټینګه کړه او په دې توګه یې د نړۍ د فوټبال اتلولي خپله کړه.

دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرانسې کروشیا ته څلور پر دوه ماتې ورکړه

تر دې وړاندې یاد هېواد په ۱۹۹۸ کال کې هم په داسې حال کې د نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې چې پخپله یې کوربه هم و.

تر نننۍ لوبې وړاندې د فوټبال د ډېریو شنونکو اټکل هم دا و چې فرانسه به دا لوبه وګټي.

هېره دې نه وي چې فرانسې تر پایلوبې را رسېدو په ترڅ کې د ارجنټاین او بلجیم په څېر پیاوړې لوبډلې ماتې کړې وې.

خو په ورته وخت کې کروشیا هم له ارجنټاین، روسیې او انګلستان نه خپلې لوبې ګټلې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د خپلې لوبډلې ملاتړ لپاره لوبغالي کې و

یو شمېر نړیوالو مشرانو فرانسې ته د نړیوال جام د ګټلو مبارکي ورکړې.

د امریکا ولسمشر ډونډل ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، فرانسې ته مبارکي وایم چې ښه لوبه یې وکړه او د نړۍ اتله شوه. د روسیې ولسمشر پوتین ته هم مبارکي وایم چې د دې سیالیو کوربه توب یې په ډېره ښه توګه وکړ.

د هند لومړي وزیر نرېندار مودي هم فرانسې ته د اتلولۍ مبارکي ورکړې، او زیاته کړې یې ده چې کروشیا هم ښه لوبه وکړه.

اړونده مطالب