د تکواندو افغان لوبغاړي د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه

افغان لوبغاړي وتوانېدل چې د کوریا ازادو سیالیو څخه لومړنی د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

د ۷۸ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې فرزاد منصوري بریالی شو چې لومړی خپل قزاقستانی سیال مات کړي.

په دویمه سیالۍ کې د هغه اوکرایني سیال سیالۍ ته حاضر نه شو او په وروستۍ سیالۍ کې ښاغلي منصوري له یوه پیاوړي تایلنډي لوبغاړي سره مخامخ شو.

له تایلنډي لوبغاړي سره سیالۍ کې تایلنډی لوبغاړی په دوو پړاونو کې مخکې و خو په دریم پړاو کې فرزاد منصوري ورسره مساوي شو او سیالي طلایي پړاو ته ووتله.

Image caption د ۷۸ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې فرزاد منصوري بریالی شو چې لومړی خپل قزاقستانی سیال مات کړي.

په دغه پړاو کې افغان اتل فرازد منصوري وتوانېد چې خپل سیال مات کړي او د سرو زرو مډال خپل کړي.

په دغو سیالو کې دوو نورو افغان لوبغاړو د ژېړو مډالونه ګټلي دي.

د کوریا د تکواندو په ازادو سیالیو کې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو څه باندې ۲۶۰۰ لوبغاړي ګډون لري چې شپږ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب