د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ نن دویمه شل اوریزه لوبه کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
راشد خان سره ځانګړې مرکه

ټاکل شوې افغانستان په بریډي کرېکټ کلب کې نن (اګسټ ۲۲مه) له ایرلنډ سره دویمه شل اوریزه لوبه وکړي. لوبه د شمالي ایرلنډ پر سیمه ییز وخت د ماسپښین پر څلورو (د کابل پر وخت د ماښام اوه نیمو) بجو پیلېږي.

وړاندې د تېرې دوشنبې پر ورځ افغانستان لومړنۍ ۲۰ اوریزه سیالي ګټلې وه او په دې ډول د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ کې مخکې دی.

پرون د دمې ورځ وه چې د لوی اختر لومړنۍ ورځې سره برابره وه، افغان لوبډلې ډېری لوبغاړي د لندن ډېري په یوه جومات کې د اختر لمونځ ادا او اختر یې ولمانځه.

افغان لوری وایي، د ایرلنډ په ټیم لومړني بري سره د دوی مورال ډېر لوړ شوی دی.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې منیجر شیراغا همکار راته وویل "لومړني بري د افغان لوبغاړو مورال ډېر لوړ کړی دی، که باران ونه شي نو ان شاء الله موږ به ددې لړۍ پاتې دواړه لوبې ګټو".

لومړنۍ لوبه د باران له امله اتلسو اتلسو اورونو ته راکم شوې چې افغانستان دا سیالي په ۱۶ منډو ګټلې وه.

د افغانستان اوپنر توپوهونکو حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد په لومړنۍ لوبې کې ښه ملګرتیا کړې. دې لوبه کې حضرت الله ځاځي په ۳۳ توپونو ۷۴ منډې جوړ کړې وې.

افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه

افغان کرېکټ لوبډله په لندن کې

پرون ترماښامه باران نه و، خو نن د باران احتمال ښودل شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوری وایي، د ایرلنډ په ټیم لومړني بري سره د دوی مورال ډېر لوړ شوی دی.

د شل اوریزه سریز وروستۍ لوبه به د را روانې جمعې پر ورځ ترسره کېږي.

د افغانستان په دې سفر کې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې هم لري چې د روانې اګست میاشتې پر ۲۷مه، ۲۹مه او۳۱ مو نېټو به د شمالي ایرلنډ په مرکز "بلفاسټ" کې ترسره کېږي.

له ایرلنډ سره د افغانستان لوبې

  • اګسټ ۲۰: لومړنۍ نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه، بریډي
  • اګسټ ۲۲: دویمه نړیواله ۲۰ اوریزه لوله، بریډي
  • اګسټ ۲۴: درېیمه نړیواله شل اوریزه لوبه، بریډي
  • اګسټ ۲۷: لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه، سټورمونټ
  • اګسټ ۲۹: دویمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه، سټورمونټ
  • اګسټ ۳۱: درېیمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه، سټورمونټ

اړونده مطالب

ورته مطالب