کرېکټ: ایرلنډ سره دویمه لوبه هم افغانستان وګټله

دریمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې پر ۲۴ د جمعې پر ورځ همدې بریډي ښار کې کېږي. د انځور حقوق AFGHAN CRICKET BOARD
Image caption دریمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې پر ۲۴ د جمعې پر ورځ همدې بریډي ښار کې کېږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره خپله دویمه شل اوریزه سیالي په ۸۱ منډو وګټله.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې.

ځوابي لوبه کې ایرلنډ لوبغاړو ایله ۷۹ منډې وکړې او ټول له میدانه بهر شول.

لوبه د شمالي ایرلنډ په بریډي ښار کې وشوه.

افغان لوبډلمشر اصغر افغان پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

د افغانستان لخوا ځوان لوبغاړي حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه

راشد خان؛ په ۱۸ توپونو ۳ ویکټې او ۹ منډې

د ځاځي د منډو جوړولو سرعت خورا چټک و او د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ یې ۸۲ منډې وکړې.

له هغه سره په ګډه لوبه کې کپتان اصغر افغان هم ۳۷ منډې جوړې کړې او په ځاځي پسې سملاسي وسوځېد.

نجیب الله ځدران بیا په ۱۰ توپونو ۲۰ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د ایرلنډ لوبې پیل ښه نه و او ژر یې درې لومړني لوبغاړي له میدانه ووتل.

د ایرلنډ توپوهونکي و نه توانېدل د افغان سپین بالرانو یا ورو توپ اچوونکو پر وړاندې تر ډېره میدان کې پاتې شي او یو په بل پسې ټول وسوځېدل.

د انځور حقوق AFGHAN CRICKET BOARD
Image caption لوبه د ایرلنډ بریډي ښار کې وشوه

د افغانستان لخوا راشدخان څلور لوبغاړي وسوځول او مجیب ځدراڼ درې وېکټې واخیستې.

له دې بري سره افغانستان دا لړۍ هم دوه صفر وګټله.

افغانستان له ایرلنډ سره خپله لومړۍ لوبه هم په ۱۶ منډو ګټلې وه.

دریمه او وروستۍ لوبه به د روانې میاشتې پر ۲۴ د جمعې پر ورځ همدې بریډي ښار کې کېږي.

له هغه وروسته له پروګرام سره سم د افغانستان او ایرلنډ تر منځ درې ۵۰ اووریزې سیالۍ هم وشي.

اړونده مطالب