کرېکټ؛ شاهد اپرېدی چا بوم بوم اپریدی کړ؟

اپرېدی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

شاهد اپرېدی د خپلې تېزې لوبې له کبله نوم لري

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخوانی وتلی پښتون لوبغاړی شاهد اپریدی وايي، د هند کرېکټ لوبغاړي روی شاستري ده ته بوم بوم نوم کېښوده.

کله چې د شاهد اپریدي یوه مینوال له ده ټوېټر کې وپوښتل، بوم بوم نوم چا در کېښود؟

شاهد ځواب کې وویل، د هند مشهور کرېکټر روی شاستري دا نوم را باندې کېښود.

شاهد اپریدي پر ۱۹۹۶ کال د سریلانکا خلاف خپلو یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو کې د ۳۷ توپونو سره سلیزه وکړه او دې سره کرېکټ نړی کې مشهور شو.

د نوموړي دغه بې سارې لوبه وه چې بوم بوم اپریدی هم شو.

د خوښې وړ لوبغاړي

د عکس سرچینه، ICC/TWITTER

د عکس تشریح،

شاهد اپریدی د تقاعد کېدلو مراسمو کې.

شاهده اپریدی دا هم وايي، چې وسیم اکرم او ګلین میګرا یې د خوښې بالران یا توپ اچوونکي دي.

کله چې د شاهد اپریدي یوه بل مینوال وپوښت، په دې دریو- کومار سنګاکار، تلکارتني دلشان او اې بي ډیویلیرز کې کوم توپ وهونکی یا بېټسمېن یې د خوښې وړ دی.

ده په ځواب کې وویل: اې بي ډیویلیرز.

شاهد اپریدی وايي، د هند د پرانیستونکي لوبغاړي یا اوپنر وریندر سهواګ بالېنګ یا توپ اچول یې هم خوښېږي.

شاهد اپریدی پر ۲۰۱۷ کال له نړیوال کرېکټ متقاعد شو.

د شاهد لوبې او منډې

د عکس سرچینه، AFP

ده د کرېکټ نړۍ کې ۲۷ ازمېښت لوبې یا ټېسټ مېچونه، ۳۹۸ یوه ورځنۍ یا ون ډې(پنځوس اوره)، او ۹۹ ټي ټونټي(شل اوره) لوبې کړې دي.

شاهد خان اپریدي په ۳۹۸ یو ورځنیو لوبو کې شپږ سلیزو او ۳۹ پنځوسیزو یا نیمه سلیزو سره ۸۰۶۴ (اته زره څلور شپېته) منډې جوړې کړې دي.

ټي ټونټي یا شل اوره لوبو کې یې ۱۴۱۶ منډې جوړې کړې دي.

شاهد اپریدي په ازمېښت لوبو کې د پنځو سلیزو او اته پنځوسیزو سره ټولې ۱۷۱۶ (اوولس سوه شپاړس) منډې جوړې کړې دي.

شاهد اوس څه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

شاهد اپريدی له نړیوال کرېکټ متقاعده شوی، خو اوس هم شل اوره غوره لیګونو کې لوبېږي.

نوموړی د کرابین غوره لیګ کې هم د جمیکا تلاوا له لوري غوره شوی و، خو پښه کې د ستونزې له امله نه ورځي.