"د سرینا په هکله خبرې تر محکومیت ډېرې ناوړه وې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړیوال ټېنس ۲۳ ځله یوازنۍ ګټونکې سرینا ولیمز د وینې د غوټه کېدو مخنیوي لپاره د فرانسې ازادو سیالیو کې ځانګړې جامې اغوستې وې

د ټېنس فرانسوۍ لوبغاړې الیزا کورنټ وايي، فرنچ اوپن کې د سرینا ولیمز پر کالیو نیوکې پر هغې د امریکايي بندیزونو پرتله زرهاو ځله ناوړه سزا ده.

۳۶ کلنه سرینا چې ۲۳ ځله یې نړیواله اتلولۍ ګټلې، مې کې وویل، د وینې غوټه کېدو له کبله یې د فرانسې ازادو سیالیو یا فرنچ اوپن کې ځانګړي کالي اغوستي وو.

سرینا ولیمز دا وروستیو کې لور زېږولې چې له همدې کبله هغې د ټینس سیالیو پر مهال دا جامې اغوستې وې.

بلخوا الیزا کورنټ د امریکا په نیویارک ښار کې د روانو ازادو سیالیو پر مهال لوبغالي کې د کمیس ایستلو سره د اصولو پر نه مراعاتولو محکومه شوه.

الیزا کورنټ د فرانسې ټینسن فدراسیون پر مشر برنارډ کوییدیچلي نیوکه کړې:

"هغه چې د سرینا د جامو په اړه کومې څرګندونې کړې ۱۰۰۰۰ چنده د هغه څه پرتله زیات دي چې د سې شنبې پر ورځ زه ور سره مخامخ شوم، هغه د فرانسې د فدراسیون مشر دی، داسې خبرې ورته پکار نه وې."

برنارډ کوییدیچلي له ټېنیس مجلې سره مرکه کې ویلي، مېرمن ولیمز باید دې لوبو ته په درنه سترګه وګوري او درناوی یې وکړي.

الیزا کورنټ وايي، دا ډول خبرې د هغې لپاره حیرانونکې دي او له دې سره شوې پېښې هم حیرانه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الیزا کورنټ ټینس کې په نړیواله کچه ۳۱ نمبر لري.

په نړیواله کچه ۳۱ ځای لرونکې دغې فرانسوۍ لوبغاړې وویل، حیرانه ده چې د یوهانه لارسن پر وړاندې له ماتې خوړولو وروسته یې د کمیس ایستلو موضوع دومره جنجال جوړ کړ.

وروسته د لوبڅار پر پرېکړو هم نیوکې وشوې او په دوه ګونې چلن تورن شو.

د امریکا د ازادو سیالیو سمبالګرو ویلي، د الیزا کورنټ محکومولو اندېښمن کړي دي او خپل دریځ روښانولو سره وايي، چې نور به داسې نه کېږي.

الیزا کورنټ ویلي:

"ډیر خلک دې ته اندېښمن وو چې له دې کبله به پر ما جریمه ولګېږي. ما ته خلکو وویل، که داسې وشوو مونږ ټول به د ټینس نړیوالې ټولنې سره په اړیکه کې شو. ما ورته وویل، چې صبر وکړئ یو ځل زه دا معلومه کړم چې څه روان دي."

دې زیاته کړه" زما له نظره د هغوی بښنه غوښتل سم کار دی، لوبڅار حالاتو ته په کتو سره ډار شوی و."