افغانستان له ایرلنډه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

افغانستان له ایرلنډه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګتله. په دغه لړۍ کې درې لوبې وشوې، چې لومړۍ یې افغانستان، دوهمه یې ایرلنډ ګټلې وه.

نننۍ لوبه چې د افغانستان ۱۰۱ نړیوال یوه ورځنۍ او ټاکونکې لوبه وه افغانستان په اتو وېکټو داسې حال کې وګټله، چې ۱۵۷ توپونه لا هم پاتې وو.

په دې لوبه کې پچه ایرلنډ وګتله او لومړی توپ وهنې ته راووتل.

کرېکټ: ایرلنډ به له افغان لوبډلې غچ واخلي؟

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دریمه شل اوره لوبه

افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه

افغان لوبډله کې یو بدلون و، د نوي توپ وهونکي حضرت الله ځاځي پر ځای چې شل اووریزو کې خورا ښه ځلېدلی و، احسان الله جنت ته ځای ورکړل شوی و.

افغان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې د ایرلنډ څلور لوبغاړي وسوځول.

وروسته افغان ورو توپ اچوونکو هم خپله وړتیا وښودله، راشد خان هم درې او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول، د دوی تر څنګ افتاب عالم او ګلبدین نایب هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د ایرلنډ له لوري ویلسن ۲۳ تر ټولو ډېرې منډې وکړې، خو نور لوبغاړي بیا په لږو منډو وسوځېدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

د انځور حقوق Inpho

افغان توپ وهونکو کې محمد شهزاد ژر وسوځېد، خو رحمت شاه بیا ۳۳ منډې وکړې. د افغان لوبغاړو له لوري احسان الله تر ټولو ډېرې ۵۷ د ده تر څنګ بیا حشمت الله شهیدي ۳۴ منډې وکړې.

د سیریز لوبغاړی بیا افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان شو.

افغانستان له دې مخکې له ایرلنډه د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلې وه او له هغه مخکې یې انګلستان کې تمریناتي لوبې هم درلودې.

د دغو دوو لړیو ګتل به افغان لوبډلې ته دوه ګټې ولري. یو خو دا چې د دوی مورال یې راتلونکو اشیا کپ لوبو ته لوړ کړ او دوی به له غوره دریځ سره راتلونکې سپټمبر میاشت په اماراتو کې ولوبېږي. د دوی لومړۍ دوه لوبې له سریلانکا او بنګله دیش سره دي. د دغو لوبو دوهمه ګټه به راتلونکی کال د کریکټ نړیوال کپ کې وي چې افغانان به پکې برخه اخلي.

افغان کرېکټ لوبډله به ډک لاس او له یو شمېر ښو تجربو سره بېرته افغانستان او له هغه ځایه د اشیا کپ پر لور روانېږي.