د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ جام افغانستان ته راوړل کېږي

جام د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پام کې ده چې دغه جام به د نړۍ ځینو مشهور سیمو، ښوونځیو، پوهنتونونو او ان د ځینو خلکو کورونو ته ورسېږي، چې هدف یې په نړیواله کچه د خلکو سره نښلول دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د کرېکټ نړيوالې اتلولۍ جام به افغانستان ته نه راوړل کېږي.

د ۲۰۱۹ کرېکټ نړیوالې اتلولۍ به د یاد کال د مې له ۳۰ د جولای تر ۱۴ پورې انګلستان او وېلز کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل، مخکې داسې اندېښنې وې، چې ګني دغه جام به افغانستان ته نه راوړل کېږي:

"په خواله رسنیو اوازه وه، چې د نړیوالې اتلولې جام به افغانستان ته نه راوړل کېږي، که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا امنیتي ستونزې درلودې، خو کرېکټ بورډ دوی ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان ته ددغه جام راوړل لومړی ډېر مهم دي او بل دا چې افغانستان ددغه کپ یوه برخه ده."

ښاغلي مشعل زیاته کړه، دوی د کرېکټ نړیوالې شورا ته افغانستان ته د دغه جام د راوړلو د امنیت تضمین کړی دی.

دی وايي، کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د دغه جام د راوړلو لپاره درې نېټې ورکړې، چې افغانستان راتلونکې ډیسمبر میاشت غوره کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دغه جام به د افغانستان په درو ولایتونو ګرځول کېږي.

۲۱ هېوادونه، ۶۰ ښارونه

د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ جام سفر د اګسټ پر ۲۷مه دوبۍ د کرېکټ نړیوالې شورا له مرکزه پیل شوی، چې د پنځو لویو وچو پر ۲۱ هېوادونو او ۶۰ ښارونو به راوګرځي.

ددغه جام په ګرځېدو به په نړیواله کچه مینه وال وکړای شي دغه جام له نژدې وګوري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل

د دې جام د نهه میاشتني سفر په اوږدو کې به دا جام نه یوازې په هغو هېوادونو وګرځول شي، چې په دې سیالیو کې برخه اخلي، بلکې د نیپال، امریکا او جرمني په څېر پر هغو ۱۱ هېوادونو به هم وګرځول شي، چې کرېکټ پکې مخ پر وده دی.

له عربي متحده اماراتو د دې جام سفر عمان، بیا امریکا، ویسټ انډیز، سري لانکا، پاکستان، بنګله دېش، نیپال، هند، نوي زیلنډ او بالاخره ډیسمبر کې به افغانستان ته ورسېږي.

په پام کې ده چې دغه جام به د نړۍ ځینو مشهور سیمو، ښوونځیو، پوهنتونونو او ان د ځینو خلکو کورونو ته ورسېږي، چې هدف یې په نړیواله کچه د خلکو سره نښلول دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا اجراییوي مشر ډېوېډ ریچرډسن وویل: "د دغه جام سفر په نړیواله کچه د مینه والو لپاره یو بې ساری فرصت دی چې د کرېکټ نړیوال کپ کې برخه واخلي او ډېرو هېوادونو او ښارونو ته د جام په لېږدولو سره موږ ته دا وړتیا راکوي چې لا ډېر مینه وال رامات کړو."

ورته مطالب