''د کرېکټ غوره لیګ ډېر لوبغاړي به افغانان وي''
- خوشحال تایب
- بي بي سي
کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د الف او ملي لوبډلو لپاره به هم دغو سیالیو کې د لوبغاړو لټون کوي.
افغان کرېکټ چارواکي وايي، که څه هم دا ځل د افغان غوره لیګ کرېکټ سیالۍ د هېواد لوبغالو پر ځای متحده عربي اماراتو کې کېږي، خو ډېر ګډونوال لوبغاړي به یې افغانان وي.
کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د الف او ملي لوبډلو لپاره به هم دغو سیالیو کې د لوبغاړو لټون کوي.
د ښاغلي مشعل په وینا دوی به ۹۰ لوبغاړي پلور ته وړاندې کوي او د لوبډلو څښتنان به یې د پېرلو بشپړ حق لري.
تر دې دمه دغو لوبو ته د افغان لوبغاړو تر څنګ د پاکستان، سریلانکا، انګلستان، بنګله دیش، ویست انديز، جنوبي افریقا، استرالیا، ایرلنډ، زمبابوې، سکاټلنډ، عربي متحده اماراتو، کینیا، عمان او هانګ کانګ لوبغاړو نوملیکنه کړې ده.
ښاغلی مشعل وايي، د لوبغاړو د مالي عایداتو ترڅنګ به کرېکټ بورډ هم له دغو سیالیو سلګونه زره ډالره کلنی عاید ترلاسه کړي.
ویل کېږي، مخکې تمه کېده چې افغان سوداګر به له دغو پنځو لوبډلو لږ تر لږه یوه یا دوې لوبډلې واخلي.
لومړی د هرې لوبډلې بیه یو اعشاریه دوه میلیونه ډالره وه، خو دا چې افغان پانګوالو او سوداګرو لېوالتیا و نه ښوده، بیه یې ان تر پنځه سوه پنځوس زرو ډالرو راښکته کړل شوه.
بیا هم افغان سوداګرو زړه ورته ښه نه کړ، ځکه ټولې لوبډلې بهرنیو پانګوالو او سوداګرو واخیستې.
افغانستان کرېکټ غوره لیګ پنځه لوبډلې لري چې د پنځو زونونو استازیتوب به کوي. کرېکټ بورډ مسوولین وايي، د لوبو پر مهال به د لوبډلو خاوندان اړ وي چې د دغو سیمو فرهنګ ودې او پرمختګ ته کار او پام وکړي.
دغه سیالۍ د اکتوبر پر پنځمه نیټه پیلېږي چې ټولې به ۲۳ لوبې پکې وشي. هر ورځ به دوې لوبې کېږي او په افغانستان کې به د خصوصي ټلویزیونونو له لارې ښوول کېږي.