اپرېدی پکتیا، کرېس ګېل بلخ او راشد خان کابل ته لوبېږي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې شاهد اپرېدی د پکتیا، کرېس ګیل د بلخ او راشد خان د کابل لوبډلې له پاره لوبېږي.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو له پاره په دوبۍ کې د افغانستان د کرېکټ بورډ له خوا مزایده یا بولي نن ترسره شوه.

شاهد اپرېدی د پکتیا لوبډلې، راشد خان د کابل لوبډلې، اندری راسل د ننګرهار لوبډلې، برنډن مککلم د کندهار لوبډلې او کریس ګېل د بلخ لوبډلې واخیست.

محمد نبي د بلخ لوبډلې، محیب ځدران د ننګرهار لوبډلې، اظغر افغان د کندهار لوبډلې، شهزاد محمدي د پکتیا لوبډلې او حضرت الله ځاځی د کابل لوبډلې واخیست.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې په هره لوبډله کې به لس کورني او ۷ بهرني لوبغاړي شامل وي.

هرې لوبډې کولای شوای چې تر شلو پورې لوبغاړي وپیري.

ټاکل شوې چې په هره لوبه کې ۴ بهرني او ۷ کورني لوبغاړي لوبه کوي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

د اې پي ایل سیالیو له پاره د کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ لوبډلې د لوبغاړو له مزایدې دمخه نړیوالو شرکتونو اخیستي وو.

د چارواکو په خبره په بهرنیو لوبغاړو کې د وېسټ انډیز نامتو وهونکی کریس ګېل، د پاکستان شاهد اپرېدی، او د نیوزیلنډ برنډن مککلم هم شامل دي.

په عربي اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ یا اې پي ایل د اکتوبر میاشتې له پنځمې نېټې پیلېږي او تر ۲۱ نېټې به دوام وکړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا څه موده وړاندې د افغانستان کرېکټ غوره لیګ سیالۍ په رسمیت وپېژندې او د افغانستان کرېکټ بورډ ته یې اجازه ورکړه چې دغه سیالۍ ترسره کړي.

په دې سیالیو کې به پنځه لوبډلې سره سیالۍ کوي.

د کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ لوبډلې د لوبغاړو له مزایدې دمخه نړیوالو شرکتونو اخیستي وو.

د کابل لوبډله مورلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپېټل، د کندهار لوبډ‌له د اېس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله وي راک موبایل، او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له خوا اخیستل شوې دي.

د چارواکو په وینا، دا سیالۍ به په نړیوالو معیارونو برابر ې وي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي هیله من دي چې د دې سیالیو په ترسره کېدو سره به د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ اې پي ایل نړیوال دریځ خپل کړي.