مشعل: بولۍ کې د لوبغاړو اخیستل د خلکو انتخاب دی

د انځور حقوق AFGHAN CRICKET BOARD
Image caption د افغانستان غوره لیګ لپاره بهرني لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

د افغان کرېکټ بورډ مشر وايي د افغانستان غوره لیګ(APL ) کې یې د لوبغاړو د پېر بهیر روڼ او د کرېکټ نړیوالې شورا په بشپړه څارنه شوی دی.

د افغانستان غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د پېر مراسم د تېرې دوشنبې په ورځ ترسره شول.

ټاکلې ده دا لوبې د اکتوبر په پنځمه په دوبۍ کې پیل شي.

* کرېکټ؛ شاهد اپرېدی چا بوم بوم اپریدی کړ؟

* د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې

خو د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي نور علي ځدراڼ او شاپور ځدران چې په دې لوبو کې اخیستل شوي نه دي د بولۍ پر بهیر نیوکې کوي.

نور علي ځدراڼ فیسبوک کې د ویډیو خپرولو سره ویلي، چې دغه بهیر روڼ نه و.

خو د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل د بي بي سي خبریال خوشال تایب سره مرکه کې دا تورونه رد کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بهرني لوبغاړي هم د افغان غوره لیګ لپاره پېرل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د نور علي ځدراڼ وراره ابراهیم ځدران او خوری یې مجیب ځدران ډلو کې اخیستل کېږي او دی نه اخیستل کږي نو دا د کرېکټ بورډ مشکل نه دی او د خلکو انتخاب دی.

"نو داسې څنګه کېدلی شي چې د مور میرې سلوک وشي. چې د کورنۍ غړي یې اخیستل کېږي او دی نه اخیستل کېږي".

* افغان لوبډله او محمدنبي ۱۰۰مه یو ورځنۍ لوبه کوي

* د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ جام افغانستان ته راوړل کېږي

شاپور ځدران هم د افغانستان غوره لیګ ته د لوبغاړو تر پېرلو وروسته نیوکې کړې دي.

خو د کرېکټ بورډ مشر وايي، شاپور ځدران د خپلې خوښې کټه ګورۍ کې اچولی و.

"شاپور په ملي لوبډله کې ډېره قرباني ور کړې، زه پرې خپه یم، څومره چې زموږ مسوولیت و، د ده په خوښه کټه ګورۍ کې مو اچولی و".

د انځور حقوق ACB
Image caption د سپټمبر پر لسمه د اې پي اېل لپاره په دوبۍ کې بولۍ وشوه.

لومړی ځل دی چې د افغانستان کرېکټ تاریخ کې د کرېکټ غوره لیګ جوړېږي.

په عربي اماراتو کې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ یا اې پي ایل د اکتوبر میاشتې له پنځمې نېټې پیلېږي او تر ۲۱ نېټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې به پنځه لوبډلې- کابل، پکتیا، ننګرهار، کندهار او بلخ- سره سیالۍ کوي.

د کابل لوبډله مورلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپېټل، د کندهار لوبډ‌له د اېس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله وي راک موبایل، او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له خوا اخیستل شوې دي.

اړونده مطالب