د کینیا لوبغاړی؛ د مرتان نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا لوبغاړی وايي، چې تل په ځان باور درلودلی دی.

د کینا یوه لوبغاړي الیوډ کپچوج د جرمني پلازمېنه برلېن کې د مرتان یا چټکې منډې سیالۍ کې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د یکشنبې په ورځ برلېن کې نوموړي ۴۲،۱۹۵ کیلومتره واټن په دوو ګړیو، یوه دقیقه او ۳۸ ثانیو کې وواهه.

نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټونکي دغه لوبغاړي د خپل هېواد بل لوبغاړي ډینس کمیټو ریکارډ مات کړ چې څلور کاله مخکې یې جوړ کړی و.

ډینس کمیټو پر ۲۰۱۴ کال دا واټن په دوه ګړیو، دوه دقیقو او ۵۷ ثانیو کې پوره کړی و.

۳۳ کلن الیوډ کپچوج له پخواني ریکارډ یوه دقیقه او ۱۸ سیکنډه مخکې ټاکلي هدف ته ورسېد.

* وراټ کوهلي د خورا چټکو منډو ریکارډ جوړ کړ

* راشد خان به۱۰۰ ویکټو ته د رسېدو ریکارډ جوړ کړي؟

* کرېکټ: د مجیب ځدراڼ له نړیوال ریکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان بری

له ریکارډ جوړولو وروسته کپچوج وویل، چې د دې شیبو د څرګندولو لپاره د ویلو الفاظ نه لري:

"په ریښتیا خوشال یم چې نړیوال ریکارډ مې مات کړ".

"ما د دې منډې لپاره ډېر تیاری کړی و او پر خپل لارښود پر خپل پروګرام پوره باوري وم. دا هغه څه و چې زه یې وروستیو کیلومترو ته یې ورسولم".

هغه دا هم وویل، ډېر خوشال دی چې بالاخره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ او تل به په ځان باور ولري.

د ښځو مرتان کې هم د کینیا لوبغاړې ګلاډیس کرینو دا لوبه د دوه ګړیو اتلسو مینټو او ۱۱ سیکنډو سره وګټله.

د انځور حقوق .

الیوډ کپچوج دا مهال خورا غوره لوبغاړی بلل کېږي.

هغه پر ۲۰۱۳ کال هامبورګ کې د مرتان سیالۍ پیل کړې او تراوسه د دې سیالیو وتلی نوم دی.

کپچوج د روان کال لومړیو کې د دریم ځل لپاره د لندن مرتان سیالي وګټله او دې برخه کې اوس اولمپیک اتل دی.

نوموړي پر ۲۰۱۷ کال د ۲۶ ثانیو له امله په دې کې پاتې راغی چې په دوو ساعتونو کې د مرتان ریکارډ جوړولو لومړنی لوبغاړی شي.

په هغه سیالۍ کې د ضایع شوي وخت له امله د نوموړي ریکارډ ونه منل شي.