کرېکټ: د حضرت الله ځاځي سلیزې کابل ځوانان بریالي کړل

افغان پرېمیرليګ د انځور حقوق ACB

د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سيالیو شپږمه لوبه چې د کابل ځوانانو او ننګرهار لېپرډز تر منځ وشوه، کابل لوبډلې په اوو وېکټو وګټله.

لوبه د متحدو عربي اماراتو شارجې په کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه کابل ځوانانو وکټله او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړ وکړه. ننګرهار په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره کابل ته د ۱۸۹ هدف ورکړ.

کابل يوازې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اوور کې دغه هدف بشپړ کړ او لوبه يې وګټله.

ننګرهار په پيل کې ښه توپ وهنه وکړه لومړۍ وېکټه په ۱۲ اوور کې په ۱۰۹ منډو له لاسه ورکړه، خو له دې وروسته يې ژر ژر يو پر بل پسې لوبغاړي وسوځېدل.

د انځور حقوق ACB
Image caption ننګرهار په پيل کې ښه توپ وهنه وکړه لومړۍ وېکټه په ۱۲ اوور کې په ۱۰۹ منډو له لاسه ورکړه، خو له دې وروسته يې لوبغاړي يو پر بل پسې وسوځېدل

د ننګرهار لپاره انټون ډېوېنچ تر ټولو ډېرې ۹۴ منډې وکړې. د دې تر څنګ نجيب ترکي ۴۲ او بېن کټېنګ ۱۸ منډې وکړې.

د کابل لپاره فريد احمد، جاويد احمدي، راشد خان او شاهدالله يوه يوه وېکټه واخيسته.

د کابل لوبډلې د توپ وهنې پيل ډېر ښه و، حضرت الله ځاځي سليزه بشپړه کړه او په ۵۵ توپونو يې تر ټولو ډېرې ۱۲۴ منډې وکړې. نوموړي په خپله سلیزه کې ۹ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې هم ووهلې.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ په روانو سیالیو کې دا لومړی ځل دی چې یو توپ وهونکی سلیزه پوره کوي.

د ده تر څنګ لووک رونچي ۲۶ او جاويد احمدي ۱۷منډې وکړې.

ترې دې وړاندې کابل لوبه بلخ ته بايللې وه.

راتلونکې سيالۍ د چارشنبې په ورځ د بلخ- پکتيا او کابل- کندهار تر منځ دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب