کرېکټ غوره ليګ: بلخ له پکتيا لوبه وګټله

افغانستان پرېميرليګ د انځور حقوق ACB
Image caption بلخ لېجنډز په ۸۹ منډو وګتله

د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سيالیو نننۍ لوبه چې د بلخ لېجنډز او پکتيا پنترز تر منځ د متحده عربي اماراتو شارجه کې وشوه، بلخ په ۸۹ منډو وګټله.

د لوبې پچه بلخ لېجنډرز وکټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړ وکړه، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پکتيا ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.

پکتيا ونشوای کړای ټاکلی هدف پوره کړي او په شپاړلسم اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۰۶ منډې وکړې او سيالي يې بلخ ته وبايلله.

د بلخ لپاره راين ټېن ډوشېټ تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې وکړې، د ده تر څنګ دروېش رسولي ۴۴، روي بوپارا، ۲۶ او کولېن مونرو ۲۵ منډې جوړې کړې.

د پکتيا توپ اچوونکو کې اېسورو بوپارا، يمين احمدزي، عظمت الله عمرزي او سکندر رضا يوه يوه وېکته واخيسته.

د توپ وهولو په برخه کې د پکتيا لوبغاړو نن ښه لوبه و نه کړه، لوبغاړي يې يو پر بل پسې ژر وسوځېدل، د دوی لپاره يوازې رحمان الله ګوربز په ۲۲ توپونو ۳۳ منډې وکړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption د پکتيا توپ اچوونکو کې اېسورو بوپارا، يمين احمدزي، عظمت الله عمرزي او سکندر رضا يوه يوه وېکته واخيسته.

د ده ترڅنګ محمد شهزاد ۱۶، شرف الدين اشرف ۱۴، عظمت الله عمرزی ۱۱ منډې وکړې.

کرېکټ غوره لیګ: پکتیا په ۹ منډو کندهار ته ماتې ورکړه

کرېکټ: د حضرت الله ځاځي سلیزې کابل ځوانان بریالي کړل

د بلخ توپ اچوونکي ښه وځلېدل د لږو منډو په ورکولو يې د پکتيا لوبغاړي وسوځول، د دوی لپاره اېسورو بوپارا درې، قيس احمد، افتاب عالم او ګلبدين نايب دوې دوې وېکټې واخيستې.

د افغانستان پرېميرليګ سياليو کې راتلونکې لوبه د کندهار نايټز او ننګرهار لېپرډز تر منځ ده.

اړونده مطالب