د افغانستان کرېکټ بورډ کې بدلون

کرېکټ بورډ د انځور حقوق ACB
Image caption ښاغلي فضلي دا هم ویلي، چې د کرېکټ ډایرکټر پوست له منځه تللی. مخکې ددې پوست مشر بشیر ستانکزی و.

د افغانستان کرېکټ بورډ په اداره کې یولړ بدلونونه راغلي، چې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی د نوروز منګل پرځای ټاکل شوی او اسدالله خان او پاچا حسین د یادې کمېټې د غړو په توګه غوره شوي.

د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له دې بدلونونو هدف په کار د پوه کسانو ګومارل دي.

په بدلونونو کې الله داد نوري د ډیسپلین کمېټې د مشر او عبدالولي امین او احمد شاه سلیمانخېل د دغې کمېټ د غړو په توګه ګومارل شوي.

شېراغا همکار بیا د ملي لوبډلې له مدیریته لیرې کړل شوی دی.

عزیزالله فضلي د کرېکټ بورډ مشر شو

ښاغلي فضلي دا هم ویلي، چې د کرېکټ ډایرکټر پوست له منځه تللی. مخکې ددې پوست مشر بشیر ستانکزی و.

دا بدلونونه داسې مهال راغلي، چې کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو ته چمتووالی نیسي.

د وږي پر ۲۸مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د افغانستان کرېکټ بورډ ته نوی مشر عزیزالله فضلي وګوماره.

ورته مطالب