کابل کې د نجونو ښوونځيو ترمنځ واليبال سيالي

د لوبې دې اوونۍ ګڼه کې پر کرېکېټ او فوټبال بېلابېل خبرونه لرو، خو پيل له کابله کوو، چې د نجونو ښوونځيو تر منځ د واليبال سیالۍ په کې رابعه ليسې وګټلې. په دغو لوبو کې د کابل جونو ښوونځيو ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبې ته يې د ثریا او رابعه لېسو لار وموندلې وه. د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ويلي، له دغو لوبو يې موخه د خپل وزارت د واليبال غوره لوبډلې جوړول وو. نورګل شفق هم د پايلوبې کتو ته ورغلی و.