ایرانۍ لوبغالي کې د فوټبال لوبه کتلی شي

ایراني ښځو ازادۍ لوبغالي کې د پرسپولیس لوبډلې د هڅوونکو په توګه ګډون کړی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایراني ښځو ازادۍ لوبغالي کې د پرسپولیس لوبډلې د هڅوونکو په توګه ګډون کړی

د ایران 'ایسنا' رسمي خبري اژانس وايي، ایراني چارواکو سلګونو ښځو ته په تهران کې د اسیا فوټبال پایلوبو لیدو ته د تماشاچیانو ځای کې د کېناستو اجازه ورکړې ده.

۳۵ کاله کېږي چې ایران کې ښځې د فوټبال سیالۍ له نژدې نه شوای کتلی.

تهران کې د ازادۍ لوبغاړي کې دا سیالۍ د ایران پرسپولیس او د جاپانۍ کاشیما انټلرز لوبډلو ترمنځ وشوې، چې په دوو ګولونو جاپانۍ لوبډله پر کوربه هغې بریالۍ شوه.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له ایراني چارواکو سره سیالیو کې د ښځو د ګډون د بندیز لرې کولو په اړه خبرې پیل کړې وې.

تېره میاشت شاوخوا ۱۰۰ ښځو ته د ایران او بولیویا ترمنځ د دوستانه لوبو کتلو ته اجازه ورکړل شوه، خو ژر بېرته پر ښځو بندیز ولګول شو.

د روان کال په مارچ میاشت کې ۳۵ ښځې په دې تور ونیول شوې، چې ګني د ایران پرسپولیس او استقلال لوبډلو ترمنځ سیالیو کتلو ته یې د ورتګ هڅه کړې وه.

ایران کې یوه مېرمن د لوبې نندارې له کبله په بند محکومه شوې

'د خپل زړه لپاره نڅېدم'

ایرانیانې ولې پر چارشنبې سپینې جامې اغوندي؟

د فیفا مشر جیاني انفانټینو په تازه سیالیو کې د ایران د سپورت له وزیر مسعود سلطاني پور سره یوځای ولاړ و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایرانیانې له نژدې د فوټبال سیالیو کتلو په پلوۍ کمپاین کوي

په ۱۹۷۹ کال ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې ښځو ته د سړیو لوبو د نژدې کتلو بندیز و او له ۱۹۸۱ کال راهیسې ښځو د فوټبال سیالۍ له نژدې نه شوای کتلی.

په ۲۰۱۳ کال د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له تهرانه د هغه قانون د لغوه کولو غوښتنه کړې وه، چې پربنسټ يې پر ښځينه تماشاچیانو د نارینه وو د فوټبال سیالیو تماشا بندیز لګولی و

ایران یو له هغو په ګوتو شمار هېوادونو دی، چې پر ښځو يې د فوټبال سیالیو کې د ګډون کولو بندیز لګولی دی.

خو په تېر کې يې د ځينو لوبو پرمهال د ښځينه مینه والو د تماشا اجازه ورکړې وه.

قطر، چې تېر کال خپلې لومړنۍ ښځينه لوبغاړې ته په ځغاستې اولمپیک سیالیو کې د ګډون کولو اجازه ورکړې وه، ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال نړیوال کپ کوربه توب پرمهال به ښځينه لوبغاړو ته اجازه ورکړي او په دغو سیالیو کې د نورو هېوادونو ښځينه لوبغاړو د ورتګ هرکلی کوي.

ښځې په نړیوال سیاست کې څومره رول لري؟

''ایرانۍ فوټبال مینه والې لوبغالو کې پرېږدئ''

د انځور حقوق Getty Images

په ۲۰۰۶ کال، د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، ښځې د سپورت په ځينو ځانګړو برخو کې ګډون کولی شي، خو دغه پرېکړه د ایراني اخوندانو له خوا بدله شوه.

بیا یو کال وروسته، ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي هغه نجونې وښودې، چې د هلکانو کالي يې اغوستي وو او تهران کې د فوټبال سیالیو ته راوتلې وې.

د انځور حقوق FREE GHONCHEH GHAVAMI
Image caption د ۲۵ کلنې غنچې قوامي، وکیل وايي چې هغه اوس د دولت پرضد په پروپاګند کولو محکومه شوې

ورته مطالب