شهزاد محمدي د کرېکټ په لس اوره لوبو کې؛ په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاد ۱۶ توپونو سره، اته شپږیزې، شپږ څلوریزې او دوه یوه یوه منډې وکړې. هیڅ بال یې ضایع نه کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وتلي ویکټساتي شهزاد محمدي په لس اوره لوبه کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

شهزاد محمدي په دې اتلولۍ کې د راجپوت لوبډلې په ګټه لوبېږي.

د لس اوره لوبو دویمه اتلولي متحده عربي اماراتو کې پیل شوې او د چارشنبې په ورځ د سیندیز او راجپوت لوبډلې سیالي وه.

* شل اوريزو لوبو کې د افغانستان نړيوال ريکارډ

* محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

سیندیز د پچې ګټلو سره لوبه پیل کړه او لسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو سوځېدو سره راجپوت ته ۹۴ منډې هدف وټاکه.

راجپوت خپل پرانیستونکي لوبغاړي شهزاد محمد او مک ډونل ډګر ته وايستل.

شهزاد محمدي لوبه په څلوریزو او شپږیزو سره پیل کړه.

د انځور حقوق hindustantimes
Image caption که مقابلې لوبډلې لوی هدف ټاکلی وی، ممکن شهزاد سلیزه کړې وی.
  • شهزاد په دغه لوبه کې په ۱۶ توپونو سره ۷۴ منډې جوړې کړې.
  • شهزاد په ۱۲ توپونو سره چټکه پنځوسیزه وکړه.
  • شهزاد اته شپږیزې او شپږ څلوریزې وکړې.
  • دوه سینګل منډې یې جوړې کړې.
  • یو بال یې هم ضایع نه کړ.

* دوه نوي افغان کرېکټ ستوري

* اصغر افغان: موږ د خطر زنګ وکړنګاوه

په پرونۍ لوبه کې مک کالم هم په اتو توپونو سره ۲۱ منډې جوړې کړې.

دواړو لوبغاړو په څلورو اورونو یا ۲۴ توپونو سره په ۱۷ دقیقو کې راجپوت لوبډلې ته د ټولو ویکټو ساتلو سره لوبه وګټله.

شهزاد دوی سره ۳۶ بالونه پاتې شول او که یې مقابلې لوبډلې لوی هدف اېښی وی، ممکن شهزاد سلیزه کړې وی.

بیا به داسې لوبه ونه شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راجپوت لوبډلې مشر وايي، فکر نه کوي چې دې اتلولۍ کې بیا د شهزاد په څېر لوبه تکرار شي.

د شهزاد محمدي چټکه پنځوسیزه، په ټي ټېن کې ډېرې شپږیزې او ډېرې منډې درې هغه ځانګړنې او ریکارډونه دي چې وتلي لوبغاړي یې حیران کړل.

د نېشنل وېبپاڼې د سیندیز لوبډلې د مشر ټام موډي له خولې وايي، د شهزاد پرونۍ لوبې وښوده چې لس اوره لوبو کې سلیزه هم جوړېدلی شي.

* د لوبو د نړۍ تر ټولو ستر ریکارډونه کوم دي؟

* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

موډي وايي، فکر یې نه کاوه چې دغسې لنډ تنګ چوکاټ کې یو لوبغاړی درې ځانګړنې شونې کړي، خو د شهزاد ښې لوبې یې دا نظر بدل کړ:

"که تېره ورځ دې دا پوښتنه رانه کړې وی، ما به ویل نه داسې چانس نشته. داسې څه اول ځل دې لوبو کې وینم."

نوموړی وايي، فکر نه کوي راتلونکو دوو اونیو کې بیا داسې ښه لوبه وشي.

لس اوره لوبې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاد محمد تېر سپټمبر اسیا جام کې د هند مقابل کې افغانستان ته ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

د سوېلي افریقا پخوانی توپ وهونکی او د راجپوت لوبډلمشر هرچل ګېب وايي، د شهزاد لوبې حیران کړی:

"ډېر وخت کېږي داسې لوبه مې نه ده لیدلې."

دا لس اوره اتلولي د نومبر په ۲۱ پیل شوې او تر ډیسمبر دویمې به روانه وي.

په دې اتلولۍ کې د پښتونخوا د پښتون لوبډلې په ګډون اته لوبډلې برخه لري.

په دې لوبو کې نږدې پنځلس افغان لوبغاړي له مختلفو لوبډلو سره لوبېږي.

ورته مطالب