ښځو کرېکټ: اسټرالیا شل اوریز نړیوال جام وګاټه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د لوبې په زړه پورې شیبې

د اسټراليا د کرېکټ ښځينه لوبډلې د انګلنډ د ښځو کرکټ لوبډله د نړیوالو شل اوره سياليو په وروستۍ لوبه کې ماته کړه او د ښځو د نړیوالو شل اوره سياليو څلورمه اتلولي يې وګټله.

په انټيګوا کې د دغو لوبو په پایلوبه کې د اینګلنډ لوبغاړو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، چې په دوو پاتې توپونو سره يې ايله ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

اسټرالوۍ لوبغاړې که څه هم په توپ ټولونه يا ډګر ساتنه کې کمزورې وې، خو لېګ سپېنرې جورجيا وېرهم د یوولسو منډو په ورکولو سره دوه ويکټې واخېستې او په پام وړ رن- اوټ هڅو سره يې اینګلنډ لوبډله په ټیټ هدف کې را ایساره کړه.

د اینګلنډ لوبغاړې له ډېني وېټ او لوبډلمشرې هیتر نایټ پرته په توپ وهنه کې ونه ځلېدې او د لوبې له پیله يې په لوبه کې ټیکاو ونه ساتلی شو.

اسټرالوۍ لوبډلې ښه توپوهنه وکړه. لوبډلمشرې مېګ لېننګ او ګارډنر د ډګر په شاوخوا د توپ لوبولو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

اسټرالوۍ لوبډلې لا هم پنځه اورونه لرل چې د اینګلنډي لوبغاړو په سترګو کې اوښکې راڅرګندې شوې او اسټرالوۍ لوبډلې په څلورو کلونو کې د نړیوالې اتلولۍ ګټل ولمانځل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
څلورم ځل اسټرالیا نړیوالې سیالۍ ګټي.

اینګلنډ لوبډله دغو لوبو ته له خپلو دوو تکړه او باتجربه لوبغاړو کترين برنټ او سارا ټېلر پرته تللې وه، خو بیا هم د کيڼ لاسې سپېنرې کېريسټي ګورډون او سوفي اېکلېسټن غوره لوبې تر پایلوبې ورسوله.

د پایلوبې له پیله اسټرالویو توپ اچوونکو غوره لوبه وکړه.

ميګن شټ د ۱۳ منډو په ورکولو دوه ویکټې واخیستې او اېلیز پېري هم دویمه لوبغاړې شوه چې په شل اوره نړیوالو سیالیو کې یې سلمه ویکټه واخیسته. هغې ناتالي شيور ال بي ډبلیو له مخې لرې کړه.

د اسټراليا په لوبډله کې تر ټولو ځوانه څېره ورهم، هم ښه وځلېده او تر ټولو غوره توپ ټولونه یا ډګر ساتنه يې وکړه او امي جونز يې له مېډ آن څخه نېغ پر ویکټه د توپ په ویشتو سره رن-اوټ کړه.

د اینګلنډ لوبډلې د توپ اچونې پړاو هم د انیا شروبسول له توپ اچونې سره بې مزې پیل شو.

هغې په لومړي اور کې ۱۴ منډې ورکړې.

که څه هم اېکلېسټن ښه توپ اچونه وکړه او په فارم کې راغلې هېلي چې ۲۲ منډې یې کړې وې له مخې يې لرې کړه، خو بيا هم اینګلنډۍ توپ اچوونکې په حساسو شېبو کې ښې نه ځلېدې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اسټرالیا دا بری لمانځي

پرون د اینګلنډ د ښځينه کرېکټ لوبډلمشرې هېتر نایټ هیله ښودلې وه چې په پایلوبه کې د اسټراليا په ماتې سره به تاریخ جوړ کړي.

د اسټراليا ښځينه کرېکټ لوبډلې په نيمه پایلوبه کې د ۱۷۱ منډو په توپیر د ویسټ انډیز په ماتولو سره پایلوبې ته لاره موندلې وه.

د اینګلنډ لوبډلمشرې ۲۷ کلنې نایټ هم خپله لوبډله په نیمه پایلوبه کې د هند پر خلاف د اتو ويکټو په توپير پام وړ بريا ته رسولې او پایلوبې ته يې لارې موندلې وه.

دا د نارينه وو له شل اوره نړیوالو لوبو جلا د ښځینه شل اوره لوبو د پیلېدو لومړۍ نړیوالې سيالۍ وې چې له ۹۰۰۰ ډېرو نندارچيانو يې ننداره وکړه.

د انټیګوا نږدې لس سلنه وګړو بيا په سر فیفیان ريچارډز لوبغالي کې له نږدې د یادو لوبو ننداره وکړه.