افغان یاسین احمد قادري؛ د بدن د ښکلا اتل شو

یاسین قادري د انځور حقوق Media
Image caption یاسین قادري په ۲۰۱۷ کال کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړي وو.

د بدن د ښکلا افغان لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د چین 'ګلوبل کلاسیک' د بدن د ښکلا سیالۍ کې د سرو زرو نړیوال مډال او لومړی مقام ګټلی دی.

د بدن د ښکلا ۲۰۱۸ کال دا سیالي د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۴مه/ نومبر ۲۵مه) د چین ماکاو ښار کې پای ته ورسېده چې د ګڼو هېوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی و.

۳۶ کلن قادري د ۹۰ کیلوګرامه وزن سیالي وګټله او د 'Mr Muscle' او د ټولو اتلانو د اتل لقب یې ګتلی دی.

د ګلوبل کلاسیک دغې نهمې سیالۍ ته د نړۍ له ۶۰ هېوادونو په ۳۹ کتګوریو کې شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړي راغونډ شوي وو.

ياسين سالک قادري: د بدني ښکلا نړیواله اتلولي مې د افغانستان په نامه ثبت کړه

افغان یاسین سالک؛ د بدن ښکلا اسیايي اتل شو

هندۍ پېغله د باډي بیلډرۍ نړیواله اتله شوه

د بدن ښکلا په افغانستان کې د سپورت برخه کې مشهور ورزش دی چې ان د طالبانو د تحریک د واکمنۍ پرمهال هم اجازه ورکړل شوې وه، خو لوبغاړو ه پتلون اغوست.

یاسین قادري په ۲۰۱۷ کال کې هم د منګولیا د بدن ښکلا سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړي وو.

نوموړي وړاندې هم د اسیا په کچه د بدن د ښکلا سیالیو کې لومړی مقام ګټلی و.

د بدني روزنې مسؤلین وايي د بدن ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوی سره ثبت دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب