کرېکټ: ياسر شاه ټېسټ لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ياسره شاه په دې سيالۍ کې د ۱۸۴ منډو په ورکولو سره ۱۴ وېکټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پاکستاني سپېن بالر یا توپ اچوونکي ياسر شاه د نیوزلنډ پر وړاندې ټېسټ لوبه کې ۱۴ وېکټې واخيستې او د پاکستان د پخواني لوبډلمشر عمران خان سره یې ريکارډ برابر کړ.

د پاکستان او نيوزلنډ تر منځ دغه سيالۍ کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې، ياسر شاه په لومړۍ پاڼۍ کې اته او په دویمه کې شپږ وېکټې واخيستې، چې په تېرو ۳۶ کلونو کې هېڅ پاکستاني لوبغاړي په يوه لوبه کې دومره وېکټې نه دي اخيستې.

ياسر شاه، د خپل دې ريکارډ په اړه ويلي، "ډېر خوښ يم او دا زما د ژوند تر ټولو غوره لوبه وه، ما هېڅکله هم داسې توپ اچوونه نه وه کړې".

ياسره شاه په دې سيالۍ کې د ۱۸۴ منډو په ورکولو سره ۱۴ وېکټې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پاکستان په خپله دویمه ټېسټ لوبه کې نيوزلنډ په يو اېنېنګز او ۱۶ منډو مات کړ او له دې پايلې سره دا لړۍ يو - يو برابره شوه. لومړنۍ ټېسټ لوبه نيوزلنډ په څلورو منډو ګټلې وه.

د انځور حقوق Ryan Pierse
Image caption د پاکستان او نيوزلنډ تر منځ دغه سيالۍ کې چې په دوبۍ کې ترسره شوې، ياسر شاه په لومړۍ پاڼۍ کې اته او په دویمه کې شپږ وېکټې واخيستې

ياسر شاه په ټېسټ لوبه کې د نيوزيلنډ پر وړاندې تر ټولو غوره توپ اچوونه کې په لومړي ځای کې راغی، تر دې وړاندې په ۱۹۶۱-۶۲ کې د جنوبي افريقا ګوفي لارنس د ۵۳ منډو بدل کې د نيوزلنډ اته لوبغاړي سوځولي وو.

اړونده مطالب