کرېکټ: یاسر شاه ۸۲ کلن رېکار‌‌‌‌‌‌ډ مات کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ياسر په ۳۳ لوبو کې د ۲۰۰ چټکو وېکټو اخيستو ریکارډ جوړ کړ

د پاکستان پښتون توپ اچوونکي (باولر) ياسر شاه وړاندې هم په ټېسټ لوبو کې ريکارډونه جوړ کړي خو دا ځل يې د ۲۰۰ چټکو وېکټو اخيستو ريکارډ په خپل نامه کړ.

ياسر شاه د نيوزيلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبو پر درېيمه ورځ دوهمه پاڼۍ کې د نيوزيلنډ وېليم سمر په سوځولو سره دغه ريکارډ بشپړ کړ او لومړی لوبغاړی شو چې ۳۳ لوبو کې ۲۰۰ وېکټې اخلي.

له دې وړاندې د اسټراليا کليري ګريمټ ۸۲ کاله وړاندې په ۱۹۳۶ کال کې په ۳۶ لوبو کې د ۲۰۰ چټکو وېکټو اخيستو ريکارډ جوړ کړې و.

کليري ګريمټ په ۳۶ سياليو کې ۲۰۰ وېکټې اخيستې وې، خو ياسر شاه په ۳۳ سياليو کې دغه ريکارډ په خپل نامه کړ.

تر دې وړاندې ياسر شاه د نيوزيلنډ پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې د پاکستان د پخواني لوبډلمشر عمران خان په يوه لوبه کې د ۱۴ وېکټو اخيستلو ريکارډ برابر کړی و.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ياسر شاه د نوي ريکارډ له امله مبارکي ورکړې او پر ټوېټر يې ليکلي چې ياسر شاه د ۲۰۰ وېکټو اخيستو پړاو په ۳۳ لوبو کې په چټکۍ ترسره کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ياسر شاه په ټېسټ لوبه کې د پاکستان د پخواني لوبډلمشر عمران خان په يوه لوبه کې د ۱۴ وېکټو اخيستلو ريکارډ برابر کړی

په ټېسټ لوبو کې د ۲۰۰ چټکو وېکټو اخيستونکو په جدول کې روي چندرن ايشېون په درېيم نمبر ځای لري، نوموړي په ۳۷ لوبو کې دغه شمېر وېکټې اخيستې وې.

د يادولو وړ ده چې په ټېسټ لوبو کې د چټکو ۱۰۰ وېکټو اخيستونکو په جدول کې ياسر شاه په دوهم نمبر دی، نوموړي په ۱۷ ټېسټ لوبو کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځولي وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب