محمد صلاح د کال غوره افریقایی فوتبالر شو

محمد صلاح د انځور حقوق Getty Images

په افریقا کې د بي بي سي د کال غوره فوټبالر د لېورپول لوبډلې مصری لوبغاړی محمد صلاح ټاکل شوی دی.

ده د څه باندې ۶۵۰ زرو تنو رایې ګټلې دي. دا دویم پرله پسې کال دی چې محمد صلاح دغه لقب تر لاسه کوي.

۲۶ کلن صلاح په دې سیالۍ کې مهدي بېناتیا، کلیدو کولېبالي، سادیو مانې او ټامس پارټي ته ماتې ورکړې.

د انګلستان د غوره لیګ دغه لوبغاړي د لېورپول لوبډلې لپاره په ۵۲ سیالیو کې ۴۴ ګولونه کړي.

"دا ډېر د خوشحالۍ ځای دې چې بیا دا مقام ګټم. زه ډېر خوښ یم او هیله لرم راتلونکی کال هم دا مقام وګټم"

د روان کال نړیوالو فوټبال سیالیو کې صلاح د مصر لوبډلې لپاره هم دوه ځله ګولونه وکړل او له ۱۹۹۰ راهیسې یې لومړی وار خپله لوبډله ټورنمنټ ته بریالۍ کړه.

"زه ګولونه کوم چې له خپلې لوبډلې سره په لیګونو کې دبریالې کېدو مرسته وکړم"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption صلاح وايي د ۲۰۱۹ کال لپاره یې هدف دا دی چې خپلې لوبډلې لپاره یو څه وکړي او ټول خلک حیران کړي.

صلاح وايي د ۲۰۱۹ کال لپاره یې هدف دا دی چې خپلې لوبډلې لپاره یو څه وکړي او ټول خلک حیران کړي.

"زه هره ورځ زیار باسم چې له خپلې لوبډلې سره د لوبو په ګټلو کې مرسته وکړم"

د بي بي سي په دې سیالیو کې شاوخوا ۶۵۰ زره کسانو رایه اچونه کړې چې ددې انعام لپاره د رایه اچونې ریکارډ یې جوړ کړی.

محمد صلاح په ۲۰۰۴ کال له نایجریايي لوبغاړي جی-جی اوکوچا وروسته لومړی لوبغاړی دی چې دغه بریا ګټي.

ددې انعام پخواني ګټونکي:

۲۰۱۷: د لیور پول مصری لوبغاړی محمد صلاح

۲۰۱۶: د لیسټر سیټي الجزایري لوبغاړی ریاض ماهریز

۲۰۱۵: د مانچیسټر سیټي افریقايي لوبغاړی یایا توري

۲۰۱۴: د پورتو الجزایري لوبغاړی یاسین براهیمي

۲۰۱۳: د منچیسټر سیټي افریقايي لوبغاړی یایا توري

۲۰۱۲: د هینان کانسټرکشن زمبیايي لوبغاړی کریس کاتونګو

۲۰۱۱: د مارسیلي لوبډلې ګانايي لوبغاړی اندري ایوو

۲۰۱۰: د سنډرلنډ لوبډلې ګانايي لوبغاړی اساموه ګیان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ه افریقا کې د بي بي سي د کال سپورتي څېره د لېورپول لوبډلې مصری لوبغاړی محمد صلاح غوره شوی دی.