د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې ۷ کلن مشر

د انځور حقوق ICC

اسټرالیا له هند سره د باکسېنګ ډې یا د کرېسمیس په سبا ازمایښتي سیالۍ کې اوه کلن ارچي شلر خپل شریک لوبډلمشر غوره کړی دی.

د دواړو هېوادونو ترمځ د څلورو ازمېښت سیالیو یا ټېسټ مېچونو د لړۍ دریمه لوبه د چارشنبې په ورځ ملبورن کرېکټ لوبغاړي کې کېږي.

اوه کلن ارچي شلر د کرېکټ مینوال دی او درې میاشتۍ کې یې د زړه ناروغۍ وپېژندل شوه او له هغه راهیسې یې څو عملیات شوي دي.

* اته کلن ماشوم څنګه یوټیوب چینل سره ۲۲ میلیون ډالر وګټل

* د بانک مخې ته کتار کې د زېږېدلي ماشوم پر سر جنجال

* راشد خان خپه هندی ماشوم دلاسا کړ

په دې سیالیو کې هغه ته د لوبډلمشرۍ یا کپتانۍ ور کولو خبره تېره میاشت رسنیزه شوه، چې د اسټرالیا لوبډلې متحده عربي اماراتو کې ازمېښت لوبې کولې.

هغه مهال د اسټرالیا مشر روزونکي جسټن لېنګر وویل، چې د هند خلاف لوبه کې به شلر ور سره شریک کپتان وي.

ویل کېږي په ایډلیډ کې له هند سره له لومړني ازمېښت لوبې مخکې نوموړي د خپلې لوبډلې سره پرکټېس یا تمرین هم کړی دی.

رنګینه لوبډله

د انځور حقوق @cricketcomau

د اسټرالیا د ازمېښت سیالیو کپتان ټېم پېن د یکشنبې په ورځ( د ډیسمبر ۲۳) د ملبورن یرا پارک کې د خپلې لوبډلې د مېلمستیا پروګرام کې د ارشل د کپتانۍ رسمي اعلان وکړ.

د ای سي سي وېبپاڼې د رپوټ له مخې، ټېم پېن وویل، چې ارچ او کورنۍ یې له ستونزمن وخت تېرېږي.

"کله چې یې پلار ورته وویل، څه هیله لري، نو ده ویل چې د اسټرالیا لوبډلې کپتاني غواړي".

ټيم پين زیاته کړه: "ډېر خوشال یو چې دا ډول کس مو ترڅنګ دی زما په اند د ده شتون لوبډلې ته نوی رنګ ور کوي".

د هغه په خبره، ډېر کله له خپل روان ژوند سړی راضي وي، خو په خپل ژوند کې بوخت وي او بل څه ته یې پام نه وي:

"نو د ده په شان یو کس موږ ته الهام را کوي. د ده لوړۍ ورځې ته چې باکسېنګ ډې یا د کریسمېس په سبا ده هرکلی کوو".