اشرف غني: افغان حکومت له کرېکټ اتلانو خپل امکانات نه سپموي

کپ د انځور حقوق ACB
Image caption کپ د چارشنبه سهار د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په چار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې افغان لوبغاړي ملي اتلان وبلل او زیاته یې کړه چې حکومت خپل امکانات له دې اتلانو درېغ نه کړي.

د ارګ وېبپاڼې له مخې، نوموړي افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام دوه ځلي راوړلو په یادولو سره هیله وښوده ده چې افغان لوبغاړي به یې په خپلو کارنامو بیا بیا افغانستان ته راوړي.

د ولسمشر غني اشاره ۲۰۱۹ کال انګلیستان کې د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ کپ ته وه چې افغان لوبډله هم اول ځل پکې برخه اخلي.

* اشرف غني: راشد خان چاته نه ور کوو

افغانستان او سکاټلنډ له نړیوال جام وړاندې یو ورځنۍ لوبې کوي

دې مراسمو کې د افغان کرېکټ بورډ لوی مشر عزیزالله فضلي غوره وکړه، چې افغان لوبډه به د دغه نړیوال کپ په حقیقي بڼه افغانستان ته راوړي.

د کرېکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام کپ د چارشنبې په سهار( د ډیسمبر پر ۲۶) د درېو ورځو لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېده.

دغه نړیوال جام به په ځانګړو مراسو کې بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته هم یووړل شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر افغان لوبعاړي ریښتوني اتلان بولي.

د دغه جام د تر لاسولو لپاره د افغانستان د کرېکټ بورډ د عمومي او اجراييه مشرانو، ملي لوبډلمشر او د سنا د مشر په ګډون لوبغاړي او کرېکټ مينه وال هوايي ډګر ته ورغلي وو.

افغانستان ته له دې وړاندې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال هم د دغه مشهور جام کپ وړل شوی و.

دغه جام په پلازمېنه کې د دارالامان تاريخي ماڼۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته له وړل کېدو او ځانګړو مراسمو وروسته سبا( د ډسمبر په ۲۷مه) بامیان ولایت ته لېږدول کېږي او هلته به هم ځانګړي پروګرامونه ورته جوړ شي.

ياد جام له بامیان، هرات او له هغه ځای کندهار ته وړل کېږي او په دې سیمو کې به بېلابېل پروګرامونه ورته جوړ شي چې تمرکز يې د دغو لوبو په اړه د خلکو د پوهاوي پر ډېرولو دی.

کرېکټ: افغانستان د نړیوال جام غوراوي دویم پړاو ته ورسېد

راشد خان یو ورځنیو لوبو کې لومړۍ درجه الراونډر شو

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فريد هوتک له دې وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې د دغو پروګرامونو د لا ښه ترسراوي په موخه يې د بامیان او هرات له ولايتي مشرانو سره ناستې کړې او د کپ لپاره د نمانځلو په پار یې د مراسمو لپاره غوره تدابیر نيولي دي.

دغه جام به د لومړي ځل لپاره د نيپال، امريکا او جرمني په څېر هېوادونو ته هم واستول شي چې په دغو لوبو کې ګډون نه کوي.

د افغانستان کرېکټ ملې لوبډلې د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې د غوراوي پړاو په ګټلو سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته- چې په انګلستان کې ترسره کیږي- لار وموندله.

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي او اجرايي مشران او ملي لوبډلمشر

دغه جام له متحده عربي اماراتو پیل حرکت پیل کړی او د فبرورۍ په نولسمه انگلستان او وېلز ته له رسېدو وړاندې عمان، امریکا متحدو ایالتونو، وېسټ انډیز، سرېلانکا، پاکستان، بنګلدېش، نيپال، هندوستان، افغانستان، نیوزيلانډ، استرالیا، سوېلي افريقا، کېنیا، روانډا، نایجريا، فرانسې، بلجيم، نیدرلنډز او جرمني ته وړل کېږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا دوی د دغه جام د ګرځولو لپاره پروګرامونه هسې چمتو کړي چې هم په افغانستان کې د کرېکټ ځوان مینه وال پرې خوښ کړي او هم نړیوالو ته په افغانستان کې د ېکرکټ د مینې انځور ورکړي.

ورته مطالب