لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون مشر ممنوع الخروج اعلان کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption فیفا هم د فوټبال فدراسیون پر افغان مشر کرام الدین کریم بندیز ولګاوه

افغان لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم او د فدراسیون څلورو نورو کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان کړل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، دا کار یې ځکه کړی چې د دوی له خوا ګومارل شوی پلاوی په فوټبال فدراسیون کې د اخلاقي فساد تورونه په سمه توګه وڅېړي.

که څه هم لویه څارنوالي د فوټبال فدراسیون له مشره پرته د نورو ممنوع الخروج شویو کسانو نومونه نه اخلي، خو دې ادارې څه موده وړاندې د فدراسیون د مشر، مرستیال، سکرتر جنرل، د ګول ساتونکو د کمېټې مشر او همدارنګه د ولایتونو د اړیکو د مسؤول دندې ځنډولې وې.

"د فوټبال مشر له جنسي تېري وروسته د مرګ ګواښ راته وکړ"

لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مشر دنده وځنډوله

فیفا د افغان فوټبال فدراسیون پر ګوښه شوي مشر بندیز لګولی

پر دغو کسانو تور پورې دی چې د فوټبال یوشمېر ښځینه لوبغاړې یې په جنسي ډول ځورولي دي.

بل لورته برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورولو په اړه د خپل مخکیني راپور په تعقیب نور جزئيات خپاره کړي.

دا ورځپاڼه لیکي، لوبغاړو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ورته ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین څه ډول ځورلې دي.

یوې لوبغاړې ګارډین سره مرکه کې ادعا کړې چې د فدراسیون مشر کریم د خپل دفتر شاته په یوه پټه خونه کې پر دې جنسي تېری وکړ دا یې پر مخ په سوک ووهله بیایي پر سر تفنګچه ورته کېښودله او ویې ګواښله که په دې اړه یې له رسنیو سره خبرې وکړي نو دا او د کورنۍ غړي به یې وویشتل شي.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ وايي، کارکونکو او روزونکو په ډېرې اسانۍ کولای شوای چې نجونې وځوروي

دې لوبغاړې د هغې پټې خونې کیسه په ډېر تفصیل سره ورځپاڼې ته کړې چې دروازې یې داسې قلف درلود چې یوازې د کریم د ګوتو په نښان پرانیستل کېده.

ورځپاڼې لیکلي، دا ټول تورونه یې د ښاغلي کریم مخې ته کښودل، خو هغه یې په اړه څه نه دي ویلي.